د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره مالي او اداري مرستیال معرفی شو.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۱۴:۲۷
معرفي معين

یکشنبه ۲۳ محرم الحرام: ۱۴۴۴ هـ ق (د ۱۴۰۱ کال زمري ۳۰)

 د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان له مخې محترم مولوي عارف الله عارف د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو او خپله دنده یې پیل کړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث ډاکټر نورمحمد ثاقب د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو په حضور کې مولوي عارف الله عارف ته د دغه وزارت د مالیې وزارت د معین په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او په یاده دنده کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

 ورپسې مولوي عارف الله عارف د وزارت د رهبري هیئت له یو شمېر غړو سره په رسمي ډول د دوی دفتر ته رهنمایی او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په ورته وخت کې مولوي عارف الله عارف وویل: اوس چې د شهیدانو په وینو، بې شمېره سرښندنو او هجرتونو اسلامي نظام راغلی، موږ هم د قربانیو په ورکولو سره د نظام د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوو او د جهاد پایلې د پلي کولو هڅې کوو.

همدا راز هغه زیاته کړه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اصلاح لپاره یو مکتب او لویه اداره ده او د دیني چارو او دیني زده کړو یوه معتبره سرچینه ده.

په پای کې یې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د دین او خلکو په خدمت کې د بریالیتوب دعا وکړه او ویې ویل، چې د ټولو مسوولینو په همکارۍ او مرسته به ورسپارل شوې چارې پرمخ وړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS