د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
دیدار با وزیر حج سعودی

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محترم شیخ عبدالفتاح حقاني، په مکه مکرمه کې د حج قونسل محترم مولوي عبدالباقي سجاد او د وزارت د مساجدو چارو د انسجام عمومي رئیس محترم مولوي محمد اشرف حقاني هم پکې شامل وو،  په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر ښاغلي دکتور توفیق بن فوزان الربیعة او یو شمېر نورو لوړپوړو مسؤولینو سره وکتل.

په دې مهمه کتنه کې، چې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په مَقَر کې ترسره شوه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د دیني او کلتوري اړیکو د دوام، د حج چارو د لاښه تنظیم، د راتلونکي حج موسم د چمتووالي، د افغانستان اسلامي امارت لپاره د حج سهمیې د زیاتوالي او په نورو اړوندو بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

په غونډه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر ښاغلي دکتور توفیق بن فوزان الربیعة د محترم وزیر صاحب په مشرۍ د افغان پلاوي هرکلی وکړ او د افغان حاجیانو د چارو د مستقیم اشراف او مدیریت په موخه یې د محترم وزیر صاحب حضور وستایه. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د حج په برخه کې پر موجودو همکاریو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان د حاجیانو د خدمت لپاره یې د سعودي عربستان د دوامدارې ژمنتیا یادونه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د حج د چارو د لا ښه تنظیم، حاجیانو ته د اسانتیاوو د پراختیا او د اداري او تخنیکي تجربو د شریکولو په برخه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پیاوړې شي. همدارنګه یې د ګډو روزنیزو پروګرامونو او ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې په پیل کې ښاغلي ثاقب صاحب د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له رهبرۍ، د خادم الحرمین الشریفین ښاغلي ملک سلمان بن عبدالعزیز، د هغه له ولیعهد محترم محمد بن سلمان، د سعودي عربستان له حکومت او په ځانګړې توګه د حج او عمرې وزارت له مسؤولینو څخه د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د حج موسم د بریالي مدیریت، غوره تنظیم، د پرمختللو تخنیکي او اداري سیستمونو د تطبیق او حجاج کرامو ته د سهولتونو او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د وړاندې شوو خدماتو او له هغو څخه د افغان حاجیانو د برخمن کېدو له امله مننه او قدرداني وکړه او د حج پروسې د بریالي پای ته رسېدو په تړاو یې ورته مبارکي وویله.

محترم وزیر صاحب همدارنګه د راتلونکي ۱۴۴۸ هـ ق کال د حج لپاره د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د سپارل شوې وثیقې او مهالویش د تطبیق په اړه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د بشپړ چمتووالي څرګندونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د راتلونکي کال د حج اړوندې اداري، تخنیکي او تنظیمي چارې به د ټاکل شویو مرحلو او وختونو مطابق ترسره شي.

همداراز په غونډه کې، افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو د لاښه والي په موخه، د حج د چارو د عصري کولو، د افغانستان د حج بعثې د غړو د روزنې او ظرفیت لوړونې، د تجربو د تبادلې او د دواړو وزارتونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه بحث وشو او محترم وزیر صاحب د سعودي عربستان له تجربو څخه د استفادې او د ګډو روزنیزو پروګرامونو د هرکلي ترڅنګ د داسې پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ.

همدارنګه په دې غونډه کې د افغانستان د حج سهمیې د زیاتوالي موضوع هم د خبرو یوه مهمه برخه وه. د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر صاحب د افغانستان د نفوسو د زیاتوالي او د حج فریضې د اداء کولو لپاره د افغانانو د پراخې لېوالتیا یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د نړیوالو ادارو د وروستیو راپورونو له مخې هم د افغانستان نفوس درې څلويښت اعشاریه اته (۴۳.۸) میلیونه یاد شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې هر کال د حج د نوم ‌لیکنې له اعلان سره سم تر سلو زرو ډېر افغانان د دې سترې الهي فریضې د اداء کولو لپاره نوم ‌لیکنه کوي او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان د نفوسو او د حج اداءکولو لپاره د افغانانو د غوښتنې په رڼا کې د حج سهمیې د زیاتوالي موضوع ته ځانګړې پاملرنه وشي او زیات شمېر افغانانو ته د دې مهم دیني رکن د اداء کولو فرصت برابر شي.

یاده کتنه په دوستانه فضاء کې ترسره شوه او دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دا ناستې به د دواړو وزارتونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو، متقابل اعتماد او دوامداره اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مؤثرې تمامې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

BACK TO NEWS