د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۵۴ قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه باب د تهیه او تدارک پروژه

bakhshi_admin
اعلان

Publish Date

Closing Date

د ۴۳مې مادې د (۲) فقرې د احکامو پر بنسټ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت غواړي چې د خپل ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۵۴ قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه باب د تهیه او تدارک پروژه، د "الماس حبیب لوژستیکي او ساختماني شرکت" ته چې د جواز شمېره یې (۶۳۵۵۵) ده او موقعیت یې د احمدزي پلازا، مرکز میدان‌شهر، میدان وردګو ولایت کې دی، د مجموعي (۱۶۸۹۰۱۰) یو میلیون، شپږ سوه نهه اتیا زره او لس افغانۍ په قیمت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول شکایت یا اعتراض ولري، کولای شي چې خپل لیکلي اعتراضونه له اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د دلایلو سره یو ځای د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، د تدارکاتو د قانون د ۵۰مې مادې له مخې وړاندې کړي.

یادونه: دا اعلان د قرارداد معنی نه لري، او تر څو چې پورته ذکر شوی مهلت بشپړ نه شي او نور قانوني مراحل تعقیب نه شي، قرارداد به لاسلیک نه شي

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۱
Background image

د کابل ولایت د جوماتونو د اړتیا وړ د بشپړو ملحقاتو لرونکو امپلی‌فایرونو د تهیه او تدارک پروژه

په دې توګه د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلامېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د کابل ولایت د جوماتونو د اړتیا وړ د بشپړو ملحقاتو لرونکو امپلی‌فایرونو د تهیه او تدارک . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه

په دې توګه عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه د زاهد ارمغان . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳۷
Background image

د(17,500) اولس زره او پنځه سوه متر مربع اصلي ترکي نخي جاینمازۍ فرش د تهیه او تدارک پروژه

په دې توګه، د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې د حکم پر بنسټ، عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د خپل ضرورت وړ (17,500) اولس . . .

Back to tenders