د کابل ولایت د جوماتونو د اړتیا وړ د بشپړو ملحقاتو لرونکو امپلیفایرونو د تهیه او تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلامېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د کابل ولایت د جوماتونو د اړتیا وړ د بشپړو ملحقاتو لرونکو امپلیفایرونو د تهیه او تدارک پروژه د مبشر فاتح لوژستیکي او کرایې ورکولو خدماتي شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (D-37721) ده او د پروان ولایت د مرکز (چاریکار) د کابل سټېشن موقعیت لري، د (2,273,860) دوه میلیونه، دوه سوه درې اویا زره او اته سوه شپېته افغانیو په مجموعي مبلغ ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (7) تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده، او تر هغه چې پورته ذکر شوې موده بشپړه او ورپسې قانوني پړاوونه طی مراحل شوي نه وي، قرارداد به نه منعقد کېږي.
