د کابل ولایت د جوماتونو د اړتیا وړ د بشپړو ملحقاتو لرونکو امپلی‌فایرونو د تهیه او تدارک پروژه

bakhshi_admin
امپلی فایر

Publish Date

Closing Date

په دې توګه د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلامېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د کابل ولایت د جوماتونو د اړتیا وړ د بشپړو ملحقاتو لرونکو امپلی‌فایرونو د تهیه او تدارک پروژه د مبشر فاتح لوژستیکي او کرایې ورکولو خدماتي شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (D-37721) ده او د پروان ولایت د مرکز (چاریکار) د کابل سټېشن موقعیت لري، د (2,273,860) دوه میلیونه، دوه سوه درې اویا زره او اته سوه شپېته افغانیو په مجموعي مبلغ ورکړي.

حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (7) تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده، او تر هغه چې پورته ذکر شوې موده بشپړه او ورپسې قانوني پړاوونه طی مراحل شوي نه وي، قرارداد به نه منعقد کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۱
Background image

د کابل ولایت د جوماتونو د اړتیا وړ د بشپړو ملحقاتو لرونکو امپلی‌فایرونو د تهیه او تدارک پروژه

په دې توګه د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلامېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د کابل ولایت د جوماتونو د اړتیا وړ د بشپړو ملحقاتو لرونکو امپلی‌فایرونو د تهیه او تدارک . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه

په دې توګه عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه د زاهد ارمغان . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳۷
Background image

د(17,500) اولس زره او پنځه سوه متر مربع اصلي ترکي نخي جاینمازۍ فرش د تهیه او تدارک پروژه

په دې توګه، د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې د حکم پر بنسټ، عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د خپل ضرورت وړ (17,500) اولس . . .

Back to tenders