د(17,500) اولس زره او پنځه سوه متر مربع اصلي ترکي نخي جاینمازۍ فرش د تهیه او تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
په دې توګه، د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې د حکم پر بنسټ، عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د خپل ضرورت وړ (17,500) اولس زره او پنځه سوه متر مربع اصلي ترکي نخي جاینمازۍ فرش د تهیه او تدارک پروژه د راشد افغان لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (67868) ده او د شرکت پته یې د میدان وردګو ولایت، مرکز میدان ښار ده، د ټولټال (19,232,500) نولس میلیونه، دوه سوه دوه دېرش زره او پنځه سوه افغانیو په بدل کې ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، له اړوندو دلایلو سره یوځای، په لیکلي ډول د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد او لاسلیک په معنی نه ده او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه منعقد کېږي.
