د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوری په ننګرهار ولایت کې اوقافي سوداگریز لوي مارکیټ پرانیستل شو

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۲:۳۶
مارکیت جلال آباد

۲۲ ربیع الأول ۱۴۴۶هـ ق (۴ میزان ۱۴۰۳هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب او ورسره مل پلاوي ننگرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د جلال اباد په ښار کې د اوقافې سوداگریز مارکیټ پرانیسته وکړه.

‏د دغه مارکیټ د پرانيستنې په مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د ننگرهار مرستیال والي، د ارشاد،حج او اوقافو وزارت د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو، د ننګرهار ولایت د بیلا بیلو ریاستونو رئیسانو، د ننګرهار گڼ شمېر علماء کرامو او سوداگرو گډون کړي وو .

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پېل شوه، په شروع کې د اوقافو عمومي رئیس مولوي حمدالله آخندزاده د یاد مارکیټ د ودانېزو چارو په تړاو گډونوالو ته معلومات وړاندې کړل چې دغه مارکیټ د وزارت په اوقافي بودیجه جوړ شوی دی .

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر گډونوالو ته خپله هر اړخیزه وینا واوره وله او زیاته یې کړه دغه مارکیټ به د ننگرهار ولایت ولسونو او سوداګرو لپاره نوي اقتصادي فرصتونه رامنځ ته کړي او د ښار په اقتصاد به یې مثبت اغېز پریوزی .

نوموړي وویل: د شکر ځای ده چې د افغانستان اسلامي امارت ټول مسؤلین او منسوبین د ګران هېواد د آبادۍ لپاره دوامداره هلې ځلې کوي، ترڅو یو آباد، سوکاله او پرمختللۍ هېواد ولرو.

ښاغلي ثاقب وویل: زمونږ وزارت د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د اوقافي ځمکو څخه د ښې ګتې اخیستنې او د عوایدو دلوړ والي په موخه له داسې اقتصادي طرحو استفاده کوي چې د سیمي د خلکو او ولس ګټې په نظر کې نیول شوی وي، چې ښه مثال یې تاسو نن دلته وینئ.

همدا شان په غونډه کې د ننگرهار مرستیال والي هم خبرې وکړې نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د داسې عام المنفعه پروژو تر سره کولو ته خوښې وښوده نوموړی د وزارت د دغه کار د ستاینې تر څنک زیاته کړه اوس په هېواد کې سر تاسری امنیت ټینګ دی او په نورو ولایتونو کې هم باید دېته ورته تجارتي مارکیټونه جوړ شي ترڅو زمونږ بې روزګاره وطنوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړ ده دغه تجارتي مارکیټ چې د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې دننګرهار د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په څنګ کې موقعیت لري په(۱۲۰۰) مترمربع وقفي ساحه کې د وزارت د اوقافی بودیجې څخه د(۶۸۳۷۵۰۴۰)اته شپیته میلیونه، درې لکه، پنځه اویازره او څلویښت افغانیو په مصرف په پاخه او اساسي ډول د وخت د غوښتنو سره سم په عصري او معیاري توګه په درې پوړونو کې جوړ شوې، چې (۲۳) بابه لوی دوکانونه، ‏(۷) بابه پراخه تالارونه او (۲۳) بابه د هستوګنې مجهزې خونې لري چې د دغه مارکیټ کلنی عاید (۶۶۶۰۰۰۰)شپږمیلیونه، شپږلکه او شپیته زره افغانۍ اټکل شوی دی .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۲۳:۳
Background image

د هېواد له درېو پروازي زونونو څخه مدینې منورې او مکې مکرمې ته د افغان حاجیانو د لیږد لړۍ په منظم ډول جریان لري

 ۱۲ ذوالقعدې ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۹ ثور۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب په مشرۍ او تر مستقیم نظارت لاندې د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج پروسه تر دې دمه په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

افغان حاجیانو ته په مدینه منوره کې د مبارکو ځایونو او زیارتونو د ورپیژندلو لړۍ پیل شوه

۸ ذوالقعدې ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۶ د ثور  ۱۴۰۴ هـ ش

زرګونه هغه افغان حاجیان چې مدينې منورې ته رسيدلي دي، د افغانستان د حج بعثې د مناسکو کمېټې له لوري په ډلیزه توگه د عصري بسونو په واسطه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

په مدینه منوره کې د حج بعثې د مسؤول مولوي عارف الله عارف په مشرۍ کاري غونډه ترسره شوه

۸ ذوالقعدې ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۶ د ثور  ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اداري او مالي مرستیال او په مدینه منوره کې د حج بعثې مسؤول مولوي عارف الله عارف ترمشرۍ لاندې افغان حاجیانو ته. . .

BACK TO NEWS