د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د حج مراسمو د تنظیم او اسانتیا په موخه د مکې مکرمې د حج بعثې په مرکزي دفتر کې  غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۲۱:۳۳
,جلسه بعثه

۳ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق (۳۱ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش) د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب په مشرۍ د حج مراسمو د تنظیم او اسانتیاوو په اړه یاده غونډه په مکه مکرمه کې د افغانستان د حج بعثې په مرکزي دفتر کې جوړه شوه. په دې غونډه کې ددې وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث زرمحمد حقاني، د اسلامي عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیزالرحمن منصور، په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې قنسل، په مکه مکرمه کې د کاري کمېټو مسؤولینو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو ګډون کړی و. غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د هرې کاري کمېټې مسؤولینو د خپلو کړنو راپور غونډې ته وړاندې کړ، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د راپورونو له اورېدو وروسته د یادې حج بعثې د مسؤولینو او کارکوونکو د کارونو ستاینه وکړه. نوموړي وويل، چې د حج مراسمو پيل ته يوازې يو څو ورځې پاتې دي او کاري کمېټې په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ، تغذیې، مناسکو، مفقودینو، نشراتي، بهرنيو اړيکو او روغتيايي کمېټو مسؤولین باید خپلو دندو ته په جدي توګه چمتو او پاملرنه وکړي، تر څو افغان حاجیان وکولای شي د حج مراسم او مناسک په سمه او منظمه توګه ترسره کړي او له زیاتو اسانتیاوو څخه برخمن شي او په پای کې بیا هم د ګمارل شوي کمېټو مسؤولینو ته نورې اړینې سپارښنې هم ورکړل شوې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

BACK TO NEWS