د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د حج پچه اچونه (قرعه کشي) ترسره شوه

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۶
قرعه کشی

۴ شعبان المعظم۱۴۴۶هـ ق (۱۵ دلو ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په پلازمینه کابل او په ټولو ولایتونو کې د ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۴۰۴هـ ش کال د حج لپاره د نويو متقاضیانو نوم لیکنه چې څه موده وړاندې پیل شوې وه، نن  په کابل او ولایتونو کې د ځانګړو غونډو په ترڅ کې د پچې اچونې (قرعه کشي) بهیر تر سره شو.

 د ولایتونو ترڅنګ په مرکز کابل د حاجیانو په مجتمع کې یاده غونډه چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د دې وزارت مسلکي مرستیال، د مرکزي ریاستونو رئیسانو، د حج د داخلي کمېټې غړو او یو شمېر د حج نویو متقاضیانو پکې گډون کړي وو.

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني د حج د پچې اچونې په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د نوم لیکنې پروسه څه موده وړاندې په مرکز او ولایتونو کې پیل شوې وه چې نن د یو شمېر نویو متقاضیانو او د هغوی د استازو په شتون کې پچه اچونه (قرعه کشي) ترسره کیږي.

نوموړي وویل: په ټول هېواد کې(۱۰۵۱۸۰) تنو نویو متقاضیانو نوم لیکنه کړې ده، چې نن به د پچې اچونې بهیر د مرکز کابل سربیره د ټولو ولایتونو د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو د اړونده مسؤولینو په حضور کې تر سره شي.

د غونډې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال له لوري د پچې اچونې صندوق پرانستل شو او په ټول هېواد کې دغه پروسه په رسمي ډول پیل شوه چې د ورځې تر پایه په ټولو ولایتونو کې پچه اچونه ( قرعه کشي) سرته ورسیدله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS