د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قرارداد اعلان

bakhshi_admin
ده عراده بس

Publish Date

Closing Date

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د (۱۴۰۴ هـ ش) مالي کال د حج د ملي پروسې لپاره (۱۰) عراده موټر ماډل (۵۸۰) چې د حاجیانو لیږد رالیږ له مجتمع څخه د کابل نړیوال هیوایي ډګر ته او له هوایي ډګر څخه مجتمع ته د برابرولو پروژه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې د پیتخت ټرانسپورټ شرکت ته چې د جواز نمبر (۹۶۳۶۵) لرونکی دی، د سیلو سړک، د کابل مرکز ټرانسپورټ ریاست ته څېرمه موقعیت لري، د (۲،۲۵۶،۶۶۰) دوه میلیونه دوه سوه شپږ پنځوس زره شپږ سوه شپیته افغانیو په ارزښت په قراردارد ورکولو کیږي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري، کولای شي چې د خبرتیا له خپرېدو سره سم تر اوو(۷) ورځو پورې خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو قانون د (۵۰)مادې مطابق وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد پای ته رسیدو په معنی نه ده، او قرارداد به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسیږي چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته نه وي رسېدلې.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو پطرول او ډیزلو د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم،  د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه قرطاسیې د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱۰
Background image

د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

. . .

Back to tenders