د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه قرطاسیې د تهیې او تدارک پروژه

bakhshi_admin
قرطاسیه

Publish Date

Closing Date

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه قرطاسیې د تهیې او تدارک پروژه د (عرفان حقیار لوژستیکي خدماتو شرکت ) سره، چې د (۷۹۲۸۲) جواز نمبر لرونکی او د کابل مرکز د ۱۶مې ناحیې په ګلبهار ټاورز کې موقعیت لري، د ټولټال (۱۱۴۰۱۴۵) په یو میلیون، یو سل او څلوېښت زره، یو سل او پنځه څلوېښت افغانیو په بیه ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د احکامو له مخې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او تر هغه پورې چې پورته ذکر شوې موده بشپړه او ورستني قانوني مراحل بشپړ شوي نه وي، قرارداد به نه منعقدېږي

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د ژمي موسم لپاره د وزارت د مرکزي ریاستونو د دفترونو د تودولو په موخه د (۲۵۰۰۰)کیلوګرامه مایع ګازو د تهیه او تدارک پروژه

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې په تأسی، په دې وسیله عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د ژمي موسم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

د ۱۴۰۶ هـ ش مالي کال د حج پروسې لپاره د اړتیا وړ (۵۴) قلمه درملو او طبي ملزمو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو هغو واجد شرایطو داوطلبانو څخه چې شرایط پوره کوي، بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۶ هـ ش مالي کال د حج پروسې لپاره د اړتیا وړ (۵۴) قلمه درملو او طبي ملزمو د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه

په دې توګه عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه د زاهد ارمغان . . .

Back to tenders