د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو پطرول او ډیزلو د تهیې او تدارک پروژه

bakhshi_admin
تیل دیزل و پطرول

Publish Date

Closing Date

په دې وسیله ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم،  د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو پطرول او ډیزلو د تهیې او تدارک پروژه د (چکری پطرولیم) شرکت ته، چې د (86902) جواز نمبر لرونکی او د مکروریان سوم د عبدالحق څلور لارې کې موقعیت لري، د ټولټال (4765000) څلور میلیون، اووه سوه او پنځه شپېته زره افغانیو په بیه ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د احکامو له مخې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او تر هغه پورې چې پورته ذکر شوې موده بشپړه او ورستني قانوني مراحل بشپړ شوي نه وي، قرارداد به نه منعقدېږي

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو پطرول او ډیزلو د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم،  د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه قرطاسیې د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱۰
Background image

د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

. . .

Back to tenders