د افغانستان ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزارت لخوا د (ختامه مساك) ترعنوان لاندې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۰ - ۲۱:۵۳
ملاقات

۱۲ ذوالحجة ۱۴۴۴هـ ق مطابق ۹ د سرطان ۱۴۰۲هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج د بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت  په رسمي بلنه په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا جوړه شوې وه. د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د حج د پروسې په بریالیتوب سره د پای ته رسېدو وروسته د (ختامه مساك) ترعنوان لاندې ځانګړي غونډه جوړه کړې وه چې د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر برسیره د ډیرو اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په کې ګډون درلود. په دغه غونډه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر دکتور توفيق بن فوزان الربيعة د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوی نورمحمد ثاقب څخه په مکه مکرمه کې د افغان حاجیانو د ښه تنظیم اورهبرۍ ستاینه وکړه چې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیرهم د سعودي عربستان د حج اوعمرې وزارت او اړوندو ادارو څخه سږ کال افغان حاجیانو ته په مکه مکرمه او مدینه منور کې د غوره خدمتونو او اسانتیاوو رامنځ ته کولو څخه مننه وکړه. ترغونډې وروسته د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر دکتور توفيق بن فوزان الربيعة سره په ځانګړی لېدنه کې د راتلونکي کال د افغان حاجیانو لپاره د لا ډیرو اسانتیاوو په رامنځ ته کولو بحث وکړ او د راتلونکي کال د حج په اړه یې خبرې ترسره کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS