له مدینې منورې څخه د افغان حاجیانو لومړۍ کاروان نن کندهار ولایت ته راورسېده

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۲۲:۷
اولین پرواز از مدینه

۲۹ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق (۲۶ سرطان ۱۴۰۲ هـ ش) افغان حاجیانو سږکال پرته له کومي ستونزي د حج مناسک په ښه توګه ترسره کړل او نن بیرته په لومړی کاروان کې، چې د ارزګان ولایت شاوخوا (۳۴۶ ) تنه حاجیان په کې شامل وه، کندهار ولایت ته را ورسېدل. د احمد شاه بابا په نړیوال هوایي ډګر کې د ددې ولایت یو شمېر د رهبرۍ غړو او د ارشاد، حج او‌ اوقافو ریاست مسؤولینو له لوري د ګلونو په ورکولو سره د افغان حاجیانو تود هرکلی وشو. هغه افغان حاجیان چې د حج پروسې په پای کې سعودي ته رسېدلي وو او له حج اداء کولو وروسته مدینې منورې ته د اتوو شپو او ورځو تیرولو، په نبوي جومات کې د څلویښتو لمونځونو اداء کولو او سپېڅلو زیارتونو کولو ورسته به هېواد ته را ستانه شي. د یاد ونې وړ ده چې سعودي عربستان څخه ګران هېواد ته تر دې دمه مرکز، شمال، جنوب او لویدیځ زونونو ته د کام ایر هوایي شرکت لخوا د (۳۳) الوتنو په ترڅ کې شاوخوا (۱۲) زره افغان حاجیان د جدې او مدینې منورې هوایي ډګرونو له لارې د کابل، بلخ، هرات او احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګرونو ته انتقال شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS