د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند قلعه حسن خان د دولت زیو په کلي کې لوی او مرکزي جامع جومات د لمونځ کوونکو پرمخ پرانېستل شو

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۹:۱۷
افتتاح مسجد وزیر

۱۲رمضان المبارک ۱۴۴۶هـ ق (۲۲ حوت ۱۴۰۳ هـ ش)

د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند کوز قلعه حسن خان د دولت زیو په کلي کې د مسجد النُّور په نوم یو لوی او مرکزي جامع جومات جوړ او نن د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د لمونځ کوونکو پرمخ پرانېستل شو.

د دغه جومات د پرانېستې په مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب، د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د کابل ولایت والي امین الله عبید، ددې وزارت مرستیالانو مولوي عارف الله عارف، شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور او شیخ الحدیث زرمحمد حقاني، جیدو شیوخو، علماء کرامو، د دولت زیو قومي مشرانو او د منطقې مخورو  ګډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، جوماتونو او حُسینیو عمومي رئيس مولوي محمد اشرف حقاني میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یاد جومات په اړه  تفصیلې او هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

وروسته  دارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د قرآن عظیم الشان او نبوي احادیثو په رڼاکې د جومات په فضیلت او همدارنګه په ټولنه کې د جوماتونو د جوړولو پر اهمیت او ارزښت مفصلې خبرې وکړې.

ښاغلی ثاقب وویل: دا جومات نه یوازې د یو قوم بلکې  د دغې علاقې د ټولو ولسونو یو شریک جومات دی چې د سیمې خلک  به په کې عبادت کوي او تاسو ټول باید کوښښ وکړئ چې دا جومات  د الله په طاعت او عبادت سره آباد وساتئ.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او لرې پرتو سېمو کې د پلان مطابق د جوماتونو جوړولو، ترمیمولو او تجهیزولو  په برخه کې کار کوي.

چې د یو شمېر لویو جامع جوماتونو کار پای ته رسیدلی او د یو شمېر نورو د جوړولو چارې همدا اوس هم روانې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له هغو اشخاصو څخه مننه وکړه چې د دې جومات د جوړېدو په چارو کې يې پوره استعانت او همکارۍ کړې ده.

ورپسې د کابل والي  محترم امین الله عبید،  محترم شیخ عزیزالرحمن منصور، محترم شیخ عزیزالله درویش،  محترم شیخ نقیب الله او د سیمې د خلکو په استازولۍ یو تن قومي مشر د جوماتونو د جوړولو، بیا رغولو او په هغو کې د عبادت او تعلیم کولو په تړاو  هر اړخیزې ویناوې وکړې، او زیاته يې کړه چې جوماتونه د عبادت او د دیني لارښووني ځایونه دي، ټول خلک باید د جومات په ابادولو او   ښه حفاظت ساتلو کې ونډه واخلي او دوی زیاته کړه چې دغه جومات د سيمې په کچه لوی  او مرکزي جامع جومات دی چې د دین او علم په خپرولو کې ترېنه  باید ښه سالمه ګټه پورته شي.

د يادونې وړ ده چې دغه جومات په (۱۲۵۰) متره مربع ځمکه کې د (۴۲۰۲۴۹۳۱) دوه څلوېښت میلیونه، څلور وېشت زره، نهه سوه او یو دېرش افغانيو په لګښت سره په دریو پوړونو کې چې د ضرورت ټولې اسانتياوې لکه: د اودسونو ځایونه، تشنابونه ، د امام کور او داسي نورو ملحقاتو په لرلو سره په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی، چې په يوه وخت کې له(۲۲۰۰) تنو څخه د زیاتو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په (۴۱۱) لویو نظامي مرکزونو کې د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د پنځم ځل لپاره د قرآن عظیم الشأن د ترجمې او تفسیر دَورو لړۍ پيل شوه

سه شنبه، ۱/شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳۰/جدي/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ټول هېواد په کچه په (۴۱۱) لویو نظامي مرکزونو کې د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۹:۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په کابل کې د زړو قرآن کریمونو د خوندي ساتلو له جوړېدونکي ځای څخه کتنه وکړه

چهارشنبه، ۲۵/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۵/ جدی/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې د وزارت مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ټول هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قرائت د لومړۍ دورو سیالۍ د ممتازو حافظانو او قاریانو په اعلانولو او تقدیر سره پای ته ورسېدې

سه شنبه، ۱۶/رجب المرجب/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۶جدي/۱۴۰۴هـ ش

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د قرآن کریم د حفظ مع التجوید او حُسنِ قراءت دغه مسابقې څه موده وړاندې د ټول هېواد په کچه د. . .

BACK TO NEWS