د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په انګړ کې د یو محراب جومات د جوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۴:۴۹
مسجد

۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۴ هـ ق (۱۳ حمل ۱۴۰۲ هـ ش)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په انګړ کې د یو محراب جومات د قبلي تعین او د جوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یاد جومات د بنسټ ډبري ایښودلو په مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او مذهبي ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله آخندزاده، ددې وزارت مرستیالانو او رئیسانو ګډون درلود.

همدا زار ددې جومات د جوړیدو په مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستيال د دغه جومات د جوړېدو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: د عالیقدر امیر‌المؤمنین (حفظه الله) د فرمان په اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت به د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت کې د اوقافو له بودیجې څخه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په انګړ کې د محراب جومات جوړ کړي.

د يادونې وړ ده چې دغه جومات به د (۹٫۷۹۸٫۸۷۲) نهه ملیونه، اووه سوه اته نوي زره، اته سوه او دوه اویا افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې چې په يو وخت کې به د (۵۴۰) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولری د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په پاخه او اساسی ډول جوړیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۵۷
Background image

دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ. . .

BACK TO NEWS