د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
کتاب وزیر

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو د احادیثو د علومو په برخه کې د احنافو علماوو او محدثینو د علمي میراث دغه جامع، ارزښتمن او معتبر تحقیقي اثر د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث دکتور قضاوتپوه مفتي نورمحمد ثاقب صاحب لخوا تألیف شوی، چې پکې د تاریخ په اوږدو کې د احادیثو د اصولو او علومو د بېلابېلو برخو په هکله د احنافو علماوو هغه پراخ او غني علمي خدمات او لیکل شوي پوره یو زر (۱۰۰۰) ارزښتمن تألیفات او تصنیفات، چې په معتبرو حدیثي معاجمو، فهارسو او د تراجمو په کتابونو کې یې یادونه شوې وه، تر اوږدې دقیقې او هر اړخیزې څېړنې وروسته په منظم ډول راټول شوي دي. مؤلف د دغه کتاب په مقدماتي مباحثو کې د اصول الحدیث او علوم الحدیث د علم د تعریف، موضوع، غرض او بېلابېلو نومونو د بیان ترڅنګ، د دې علم یو سل او اووه (۱۰۷) مهم انواع په شپږو بابونو کې په دقیق ډول مطرح کړي؛ چې پکې د احادیثو د راویانو د پېژندنې، د روایت د طریقو، د قبول او رد له مخې د احادیثو تقسیمات، د متن او سند مباحث او د متن او سند ترمنځ د مشترکو علومو اړوند بېلابېل مهم مباحث او موضوعات رانغښتل شوي دي. د یادو ارزښتمنو مقدماتي مباحثو له بیان وروسته، مؤلف د دې اثر د تنظیم او تبویب په برخه کې دقیق، منظم او منهجي علمي اسلوب غوره کړی دی؛ داسې چې د احنافو دغه ستر علمي میراث، چې پوره یو زر (۱۰۰۰) تألیفات او تصنیفات کیږي، په شلو (۲۰) اجزاوو ویشلی، په هر جزء کې پنځوس (۵۰) کتابونه ذکر شوي او د هر کتاب یادونه د مؤلف د بشپړ نوم او د وفات د نېټې په یادولو سره، د مؤلفینو د وفیاتو د ترتیب پر اساس په ډېره دقیقه توګه ترسره شوې ده. همدارنګه، مؤلف په دې اثر کې په مطبوع یا مخطوطه بڼه د هر کتاب د موجودیت، مآخذو، مصادرو او مراجعو دقیقې او مستندې حوالې ذکر کړې دي، چې پر علمي امانتدارۍ، تحقیقي دقت او منهجي التزام دلالت کوي. او له دغو کتابونو څخه یې په خپل شخصي کتابتون کې د ډېرو کتابونو د شتون یادونه هم کړې ده. د کتابونو د راوړلو دغه علمي او تاریخوار ترتیب نه یوازې د اسلامي تمدن د تاریخ په اوږدو کې د اصول الحدیث او علوم الحدیث په هکله د احنافو علماوو د علمي تسلسل او فکري پرمختګ حقیقت وړاندې کوي، بلکې داهم په ډاګه کوي چې په هره زمانه او هر قرن کې احنافو علماوو د دې علومو په برخه کې پر له ‌پسې او دوامداره علمي هڅې ترسره کړې دي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر تألیفات، تصنیفات او پراخ علمي آثار پرېښي دي او هغه ناسمه انګیرنه چې ګواکې د اصول الحدیث او علوم الحدیث په ډګر کې د احنافو علماوو ونډه محدوده او ډېره کمه ده، له حقیقت څخه لرې ثابته کړې ده. د دغه ارزښتمن اثر چاپ نه یوازې د افغانستان د دیني مدارسو، جامعاتو او علمي او څېړنیزو مراکزو لپاره د لاسرسي وړ یوه مهمه مرجع او مأخذ بلل کېږي، بلکې د اسلامي نړۍ د علماوو او محققینو لپاره یې هم د څېړنې نوې لارې پرانیستې دي، په ځانګړې توګه هغو علماوو او محققینو ته چې غواړي د احادیثو د اصولو او علومو په برخه کې د احنافو علماوو علمي خدمات وڅېړي. دا کتاب به د علماوو، استاذانو، محصلینو او د احادیثو د متخصصینو لپاره یو باوري او مهم مأخذ وي، ځکه مؤلف پکې په ډېر دقت او امانتدارۍ سره هغه علمي خزانه رابرسېره کړې چې تر دې وړاندې تر ډېره پټه پاتې وه او یا د محققینو له لاسرسي لرې وه. له همدې امله، څېړونکي کولای شي د دې اثر له لارې خپلې علمي مطلوبې او ورکې ترلاسه کړي، خپل تحقیقي افق پراخ کړي او د احنافو علماوو له علمي میراث سره آشنا شي. په ټوله کې دغه اثر د اوږدې مودې د زیار، ژورې څېړنې او نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده، چې د مؤلف علمي حوصله، دقت او امانتداري پکې په ښکاره ډول څرګندیږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ‏د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر «په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه الله تعالی علمي میراث او مقام» بین المللي علمي – څېړنیز کنفرانس کې وینا وکړه

یکشنبه، ۲۱/ ربیع الثاني/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

کابل – انټر کانټینینټال

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب «په معاصرو اسلامي. . .

BACK TO NEWS