د مدینې منورې په ودانیو (عمارو) کې د افغان حاجیانو د تسکین لړی دوام لري.

bakhshi_admin
جمعه ۱۴۰۲/۳/۵ - ۹:۲۳
ادامه سکن

۶ ذوالقعدا ۱۴۴۴ هـ ق (۵ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش) هغه حاجیان چې له هیواد څخه مدینې منورې ته انتقاليږي د نبوي جومات ته نږدې په عمارو کې ځای پر ځای کیږي. د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې له لومړۍ نیټې څخه د ذوالقعدې تر پنځمې نیټې پورې (۵) زرو څخه زیات افغان حاجیان د مرکزي زون او د بلخ له زون څخه د (۱۵) الوتنو په ترڅ کې د مدینې منورې ته له خیره سره رسیدلي دي. په مدینه منوره کې د حج بعثې د تسکین کمېټي له لوري ( طیبة المدینه، الفخامة الذهبی، ندی الزوار ۱، ندی الزوار ۲، جوار المدینه، سلسبیل الذهبی، طابة السلام، العقیق، ارائک الطیبه) عمارو کې افغان حاجیان تسکین شول. پورته يادې شوې عمارې د نبوي جومات ته نږدې دي او د استوګنې ټولی اسانتياوې لري

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS