د مدینې منورې هوايي ډګر ته د افغان حاجیانو لومړۍ ډله را رسیده.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۰:۱۰
اولین پرواز به مدینه

۱ ذوالقعدا ۱۴۴۴ هـ ق (۳۱ ثور ۱۴۰۲ هـ ش)

له سعودي عربستان څخه راپورونه وايي، چې د دغه هېواد حاجیانو لومړۍ ډله په ځايي وخت سره سهار ۷:۳۰ بجې د كابل له هوايي ډګر څخه د مدينې منورې د امير محمد بن عبدالعزيز الدولي هوايي ډګر ته ورسېده.

وروسته له هغه چې د کابل په هوايي ډګر کې حاجیانو ته د اسلامي امارت لوړ پوړو غړو الوداع وکړه او په ټولیز ډول (۳۴۵) تنه حاجیان او د حج بعثې غړي سعودي عربستان ته ولیږدول شوه چې د مدینې منورې په هوايي ډګر کې د یادي بعثې اعضاوو او د هوايي ډګر د مسؤلینو له لوري تود هرکلی وشو.

دغه حاجیان چې مدینې منورې ته رسېدلی، دوی د ایربس طیارو له مسؤلینو د خدماتو او اسانتیاوو چمتو کولو او خوندي ټرانسپورټ څخه خوښي څرګنده کړه.

وروسته بیا حاجیان د هوایی ډګر څخه په ګروپوار ډول د  بسونو له لارې خپلو ودانیو (عمارو) ته ولیږدول شو، چې مخکې د مدینې منورې د تسکین کمېټي لخوا ترتیب شوي وي.

د يادونې وړ ده، چې له لومړۍ الوتنې وروسته به له کابل څخه سعودي عربستان ته د حاجيانو نورې الوتنې په ترتيب سره ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۵۷
Background image

دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ. . .

BACK TO NEWS