د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

په مرکز او ولایتونو کې ټولو علما ؤ کرامو ته خبر ورکول کېږي، چې د حاجیانو د ناظم په توګه په آزموينه کې د ګډون له پاره نوم لیکنه د روان کال د سلواغې(دلوې) د میاشتې په ۱۹مه نېټه پلېږي او د کب (حوت) میاشتې تر (۱) نېټې دوام لري.

د کډون شرایط:

۱ـ لږ تر لږه په ديني علومو کې د (۱۴) ټولګي اسناد درلودل

۲ـ بالفعل د امامت او یا تدریس درلودل

۳ـ عمر له(۳۰) څخه تر(۶۰) کلنۍ  پورې وي.

هغه خوېندې چې په لاندې شرایطو برابرې وي کولای شي چې نوملیکنه وکړي.

۱ـ لږ تر لږه په ديني علومو کې د (۱۲) ټولګي اسناد درلودل

۲ـ بالفعل  تدریس درلودل

۳ـ عمر له (۳۰) څخه تر (۵۰) کلنۍ  پورې وي

په همدې اساس ټولو علما ؤ کرامو ته خبر ورکول کيږي چې په يادو  شرایطو برابر وي کولای شي چې په کابل کې د مرکز زون دحاجيانو مجمتع (مجتمع حجاج زون مرکز) او په ولایتونو کې دې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته له

دوه قطعې انځورونو

د تحصیلي اسنادو کاپي

د پېژندپاڼې ( تذکرې) له کاپي سره مراجعه وکړي او له لار ښوونو سره سم په آزموینه کې د کډون کارت ترلاسه کړي.

دکب/حوت په(۵) د ارزونې(ارزیابی( او دکب/ حوت په (۶) نیټه د تحریری آزموینې لپاره مرکز او ولايتی زونونو ته حاضر شي.

يادونه! د کابل ولایت د اړونده ولسوالیو علماي کرام کولای شي چې د کابل ولایت د ارشاد حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړي.

Documents

فورم ثبت نام

خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۵۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د کابل عیدګاه جامع مسجد کې په جماعت سره د پنځه وخته لمونځونو د اداء کولو د پیل په تړاو

قال الله تعالی: ]إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د تېر کال حاجیانو ته د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ د بشپړېدو په درشل کې ده

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حاجیانو د حقوقو د خوندیتوب او هغوی ته . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۹:۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

ټاکل شوې ده، چې د قرآن کريم د نړيوالې سيالۍ دوه څلويښتم پړاو، د ټول قرآن کریم حفظ مع التجوید، د تحقیق قراءت مع التجوید (حسن قراءت) او د ترتیل قراءت مع التجوید او حسن الأداء په برخو کې، . . .

Back to announcements