د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د روان (۱۴۴۸) هـ ق کال د حج لپاره د نوم لیکنې خبرتیا
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۴۰۶هـ ش کال د حج لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل کړي. 
په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو هېوادوالو ته چې د حج فریضې د اداء کولو اراده لري، خبر ورکول کیږي، چې د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د حج د نوم لیکنې لپاره د یکشنبې له ورځې ۲۰/ جمادىٰ الأولٰى / ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ عقرب /۱۴۰۵هـ ش نیټې څخه د بلې یکشنبې تر ورځې ۲۷/ جمادیٰ الأولیٰ / ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۷/ عقرب / ۱۴۰۵ هـ ش نیټې پورې، په مرکز (د کابل ښار ناحیو) کې د زړو مکروریانو، ملي بس څلور لارې د مرنجان تپې ته څېرمه، د حاجیانو مجتمع ته او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته له اصلي تذکرې، د هغې له کاپي او همدارنګه له دوو قطعو اوسنیو عکسونو سره، چې اندازه یې (۳/۴) وي، تشریف راوړي او خپله نوم لیکنه وکړي. 
یادونې: 
۱- داچې زمونږ په لوی شمېر هېوادوالو حج فرض دی او له کلونو راهیسې یې اداء کولو ته منتظر دي، بناءً هغه کسان چې فرضي حج یې اداء کړی وي، د وزارت لخوا د حج په نوم لیکنه کې ورته د نفلي حج د اداء لپاره د ګډون ګنجایش نشته، نو په نوم لیکنه کې دې له ګډون او مراجعې څخه ډډه وکړي. 
۲- داچې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د رسمي رالېږل شوي مکتوب پر اساس د یاد هېواد د روغتیا وزارت د لارښوونو او فیصلې له مخې، ځینو ناروغانو ته د حج فریضې د اداء کولو اجازه نه ورکول کیږي، بناءً هیله ده، د لاندې امراضو لرونکي کسان ثبت نام ته له مراجعې څخه ډډه وکړي:
۱- د بدن د مهمو حیاتي غړو شدید اختلالات او مزمنې ناروغۍ، لکه: 
•    د پښتورګو د فعالیت کمزوري، چې ناروغ ډایالیز (د وینې تصفیې) ته اړتیا ولري.
•    د زړه د فعالیت پرمختللې کمزوري، چې په ناروغ کې د استراحت پر مهال یا د لږ فزیکي فعالیت په ترسره کولو سره د زړه د ناتوانۍ نښې نښانې څرګندېږي. 
•    تنفسي مزمنې ناروغۍ، چې ناروغان ورسره په دوامداره توګه د اکسیجن کارولو ته اړتیا لري.
•    د ځیګر فعالیتي ناتواني یا سیروز، چې د ناروغ په نس کې مایعات راټولېږي یا د هغه د ځیګر د فعالیت د ناتوانۍ نورې نښې ولري.
۲-  د ذهني او فکري ناتوانۍ لرونکي سپین ‌ږیري، چې د ذهني او فکري    وړتیاوو له زوال (د عقل زوال) سره مخ وي.
۳- سختې رواني او عصبي ناروغۍ، چې ناروغان په رواني او جسمي (حرکتي) برخو کې جدي ستونزې ولري.
۴-  د مېرمنو امیندواري: 
•    هغه مېرمنې چې د امیندوارۍ په وروستیو درېیو میاشتو کې وي.
•    هغه امیندوارې مېرمنې چې امیندواري یې له خطرونو سره مل وي.
۵-  په فعالو ساري ناروغیو اخته ناروغان: هغه ناروغان چې په ګڼو ځایونو او تجمعاتو کې یې شتون د نورو کسانو د اخته کېدو خطر رامنځته کوي، لکه:
•    د تنفسي سیستم فعاله نری رنځ (توبرکلوز) ناروغي. 
•    وینه بهوونکې تبې، چې د ویروسي ناروغیو له امله رامنځته کېږي. 
۶-  په سرطان اخته ناروغان:
هغه ناروغان چې د (کیموتراپي) یا د تداوۍ د داسې نورو پروسیجرونو تر درملنې لاندې وي چې د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي.
۳- تر ثبت نام او د قرعه اچونې د نتائجو تر اعلان وروسته منتخب شوي حاجیان مکلف دي، چې د پنځلسو (۱۵) کاري ورځو په جریان کې له اړوندو ریاستونو څخه تعرفه ترلاسه او د حج له لګښتونو څخه لومړی قسط (یو لک او پنځوس زره «۱۵۰۰۰۰» افغانۍ) د افغانستان بانک ته تحویل کړي. او پاتې (دویم قسط) پیسې به د حج د ټولو لګښتونو د اندازې تر معلومولو وروسته د وزارت د بیا اعلان پر اساس تحویل کیږي.

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د روان (۱۴۴۸) هـ ق کال د حج لپاره د نوم لیکنې خبرتیا
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۴۰۶هـ ش کال د حج لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل کړي. 
په همدې موخه د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۶
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ټولو مشروطو فضلاوو ته خبر ورکوي چې یاد ریاست په پام کې لري، د ۱۴۴۷ هـ. ق کال د کلنۍ ازموینې په چوکاټ کې له . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.
یاد . . .

Back to announcements