دارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت خبرتیا: د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو  ټولو هغو حاجیانو ته چې د پرواز شمېره یې د (۱) څخه تر (۵۰۰) پورې وي خبر ورکول کېږي، چې دوی د مرکزي زون په لومړي پرواز کې شامل دي. یاد کسان د مهرباني وکړي سبا شنبه د ۱۴۴۳/۱۱/۱۲ ه‍ ق چې د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي میاشتې ۲۱ نېټې سره سمون خوري، سهار (۷ بجې) دې د زړو مکروریانو د ملي بس څلور لارې، مرنجان تپې ته څېرمه، د مرکز زون حاجیانو مجتمع ته د دویم قسط تحویلۍ اصلي آویز ، د نوبت سند او د حج سفر وسایلو سره تشریف راوړي، تر څو د هغوی واکسین او د کرونا (PCR) ټيسټ ترسره شي او په معینو پروازونو کې د حرمین شریفینو پر لور تنظیم شي. د اهل تشیع او د کابل ولایت اړوند ولسوالیو د حاجیانو  پروازونه وروسته اعلانېږي. د حاجیانو څخه هیله کېږي، ترڅو نوبت په جدي توګه مراعات کړي او په کارونو کې د خنډ او ځنډ لامل نشي، کنه نو وروستی مسئوولیت به د دوی پر غاړه وي. د یادولو وړ ده، چې د حجاجو مجتمع ته د معیتي اشخاصو دننه کېدل جدا منع دي. 1. د اریکو شميره +93 7 481 1619/ 0704642905 د پورتني ذکر شویو شمېرو د حاجیانو مکمل نوملړ  د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په ویبپاڼه او ټولنیزو پاڼو کې شتون لري. 1-        د وزارت ویب سایټ: https://www.mohia.gov.af 2-        د فیسبوک صفحه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست 3-        د ټویټر صفحه:  https://twitter.com/nasharathajj?t=ZHsfCc-nartutcg7e2gNLCA&s=08 4-        د وزارت انسټګرام: https://instagram.com/nasharat_hajj 5-        ټیلي گرام: https://t.me/MinstryAfghanistanhajj 6-         یوټیوب چینل: https://youtube.com/channel/UCgC_GwutZKMR32byjmjmXgA

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلو میاشتې په ۲۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

کابل – افغانستان:

ټاکل شوې ده، نن شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې ١١مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغه قاریان او فاتحین چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشأن د ختم اداء کولو لیولتیا لري، خبر ورکول . . .

Back to announcements