د راتلونکي کال د حج د فریضې لپاره د چمتووالي او ترتیباتو نیولو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

محترمو هېوادوالو او د راتلونکي کال د حج فریضې درنو متقاضیانو!

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د سپارل شوې رسمي وثیقې او ټاکل شوي مهالویش له مخې د راتلونکي ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۴۰۶هـ ش کال د حج مبارکې فریضې لپاره د اداري، تخنیکي او خدماتي چمتووالي او ترتیباتو نیولو د پیل اعلان کوي.

وزارت د راتلونکي کال د حج فریضې د اداء کولو لپاره د لازمو اقداماتو، همغږیو او اجراءاتو ترسره کولو بهیر سر له اوسه پیل کړی دی؛ تر څو د حج پروسه د نافذه اصولو، کړنلارو او ټاکل شوو مهالویشونو له مخې په منظم، معیاري او اغېزمن ډول ترسره شي.

د حج پروسې د هر پړاو په هکله د نیول کېدونکو تصامیمو، ترسره کېدونکو اقداماتو او اړوندو مهالویشونو په تړاو به اړین معلومات د رسمي اعلامیو له لارې په خپل وخت له تاسو سره شریک شي.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۶
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ټولو مشروطو فضلاوو ته خبر ورکوي چې یاد ریاست په پام کې لري، د ۱۴۴۷ هـ. ق کال د کلنۍ ازموینې په چوکاټ کې له . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.
یاد . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۴۸
Background image

د راتلونکي کال د حج د فریضې لپاره د چمتووالي او ترتیباتو نیولو خبرتیا

محترمو هېوادوالو او د راتلونکي کال د حج فریضې درنو متقاضیانو!

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د سپارل شوې رسمي وثیقې او ټاکل شوي مهالویش له مخې . . .

Back to announcements