کابل ته د هېواد له بېلابیلو ولایتونو څخه د بیځایه شویو کورنیو غوښتنه.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۱:۱۰
فراخوان

لَن تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ (ال عمران ۹۲)

ژباړه: له سره به ونه مومئ تاسي( پوره) نیکي، تر هغې پورې چې خرچ کړئ تاسې (په لاره د الله کې) ځیني له هغو شیانو څخه چې تاسو يې خوښوئ.

ګرانو هېوادوالو او په ځانګړي توګه د کابل درنو اوسیدونکو!

څنګه چې تاسو خبر یاست په هېواد کې د جګړو شدت د ښارونو، کلیو او باڼدو د ویجاړی سبب ګرځیدلی.د جګړو له امله مو ګرانو هېوادوالو خپل کورونه او ټوله شتمني له لاسه ورکړي او دسیمو پریښودو ته اړ شوي.د سختو ستونزو او مشکلاتو په ګاللو سره کابل ته را کډه شوي، چې ځيني يې په پارکونو او سرکونو تر شن اسمان لاندې شپې تیروي. چې د خوراک، څښاک سربیره سرپناه هم نه لري آن تردې چې ځيني ماشومان د لوږې له امله د خپلو میندو په غیږه کې ساه ورکړي.

همدارنګه د کورنیو پت انسانی کرامت ته په کتو د ماشومانو سلامتیا له سخت ګواښ سره مخ ده. دغه وضعیت ته په کتو سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ټولو هېوادوالو غږ کوي چې د خپل توان او امکاناتو په حدودو کې د شرعی او انسانی مکلفیت له مخې د دوی ستونزو ته بیړنۍ رسیدګي او لاندي ټکو ته پاملرنه وکړي.

1- په ځانګړي توګه هغه کورنۍ چې امکانات ولري، د کډوالو ځای پرځای کولو او نورو اړتیا وو په پوره کولو کې لازمه مرسته ورسره وکړي.

2- ټول هېوادوال او موسسات ددغو بیځایه شویو د اړتیاوو په پوره کولو کې خپل ایماني او ملي دنده پرځای کړي.

3- ټولو دولتي ادارو ( د پوهني وزارت، د لوړو زده کړو وزارت) او مؤسسو څخه هیله کوو چې د بیځایه شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې خپل ټول امکانات په کار واچوي او دوی په خپلو اړوندو ځایونو، لکه ښوونځیو، پوهنتونونو، لیلې، ورزشي ځایونو او نور د استفادې وړ ځایونو آن تر دې چې د فاتحې خونې او د جوماتونو په انګړونو کې عاجل اقدام وکړي.

4- له ملی نړیوالو او په ځانګړي توګه له اسلامي بنسټونو مو غوښتنه ده، چې هر څومره ژر شونې وي ددې وګړو لومړنیو ضرورتونو ته رسیدګي وکړي.

=======

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS