په فاریاب ولایت کې د آقینې جامع جومات پرانیسته

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۳:۴۷
اقینه

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د جوزجان او فاریاب والیانو، د ترکمنستان لوی مفتي، په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر، د بهرنیو چارو وزارت استازي، محمد ابراهیم غضنفر، د فاریاب د ملي امنیت رییس، امنیه قومندان، دیني عالمانو او قومي مشرانو په حضور کې د ترکمنستان هېواد له لوري د رغول شوي جامع جومات پرانیسته وکړه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په دې مراسمو کې ویې ویل: د ترکمنستان هېواد د دې جومات په جوړولو سره اسلامي عقیده او ورورولي ثابت کړه، نوموړي دا مبارک حدیث ته په اشارې وویل ( چې چا درسره ښه کړي وي، هغوی ته مکافات ورکړﺉ، که تاسو نشئ کولی مکافات ورکړئ ، د دوی لپاره دعا وکړئ، ترڅو پوه شئ، چې تاسو د دوی حق پوره کړی او انعامونه ورکړل شوي)
نوموړي وویل: موږ د دې ملي او اسلامي مذهبي ډالۍ (د جومات جوړولو) په بدل کې ستاسو لپاره ډالۍ نه لرو، موږ دعاء کوو، چې د ترکمنستان نظام، حکومت، خلک، سپين ږيري او سياستوال خدای دې په خپل امن کې وساتي.
د یادونې وړ ده، آقینه جومات د 2018 کال د جنورۍ په 4 مه نېټه د افغانستان او ترکمنستان د مشرانو په ګډون او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په استازیتوب د فاریاب ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس ګل احمد لطفي له خوا یې د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه.
د ښاروالۍ له لوري ددغه جومات لپاره (2240)‌متر مربع ځمکه ځانګړې شوې وه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د (114540) افغانۍ ورکړل شوې دي.
یاد جومات د دوست هېواد ترکمنستان په مالي مرسته د (594000) ډالرو په ارزښت د 80 متره طول او 28 مترو عرض ځمکه کې د غضنفر ګروپ د ودانیز او سړک جوړونې شرکت له لوري و رغول شو.
دغه جومات دوه لوی منارونه، 10 مجهز او معیاري تشنابونه، د جومات د امام لپاره یو ښه مجهز کور جوړ شی.
د دوست هیواد ترکمنستان له لوري د یاد جومات په انګړ کې سمسور میدان، د ناجو په نیالګیو او زینتي ګلونو سره سینګار شوی دی.
دغه راز د جومات اړتیا وړ لوازم لکه: غالۍ او توشکې هم چمتو شوي دي.
له نېکه مرغه نن د 2020 کال د دسمبر په 4مه، چې د ١٣٩٩ کال د لیندۍ میاشتې له
۱۴ مې نېټې سره برابره ده د ترکمنستان هېواد استازو، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د جوزجان او فاریاب والیانو، قومي مشرانو، علماء کرامو او سیمه اییزو دولتي چارواکو په ګډون پرانستل شو او د ګټې اخیستنې لپاره وسپاره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS