د ۱۴۰۶ هـ ش مالي کال د حج پروسې د اړتیا وړ (۲۸) قلمه اعاشوي او محروقاتی توکو د تهیه او تدارک پروسه
Publish Date
Closing Date
د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه کوي، چې د ۱۴۰۶ هـ ش مالي کال د حج پروسې د اړتیا وړ (۲۸) قلمه اعاشوي او محروقاتی توکو د تهیه او تدارک په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او خپل سر تړلي آفرونه د شرطنامې له شرایطو سره سم، د افغانستان د اسلامي امارت د عامه تدارکاتو د قانون او کړنلارې مطابق، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۱) تقویمي ورځو پورې وړاندې کړي.
د شرطنامې ترلاسه کولو پته:
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست، (شهرنو، د اتصالاتو کوڅه، د فیض محمد خان څلورلارې)، په رسمي کاري وختونو کې. شرطنامه د سي ډي یا فلش له لارې ترلاسه کېدای شي. د آفرونو د پرانیستلو نېټه او وخت د شرطنامې د داوطلبانو لپاره د لارښوونو په پاڼه کې د درج شویو معلوماتو مطابق دي.
ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
یادونه: که د شرطنامې د متن او د داوطلبۍ د بلنې د اعلان ترمنځ کوم توپیر موجود وي، د شرطنامې متن د اعتبار وړ دی.
