د مــرسته شويو قرآنکريمونو د وېش لړۍ

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۳:۴۵
تفسیر

د ارشاد حــج، او اوقافو وزارت له لوري د دوست هــېواد سعودي عـــربستان د مــرسته شويو قرآنکريمونو د وېش لړۍ د جمهوري رياست د چارو ادارې او نورو اړونده ارګانونو په حضور کې نن د مرکز زون حاجيانو په ټولنځای (مجتمع) کې پیل شوه.

مجلس د شیخ القرأ استاد قاري برکت الله ”سلیم“ له لوري د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معين استاد تاج محمد ”مجاهد“ مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوست هېواد سعودي عربستان له مرستې مننه وکړه او زياته یې کړه، چې سعودي عربستان له دې مخکې هم د جوماتونو او مدرسو د اعمار او همدا رنګه په سعودي عربستان کې افغان حاجيانو ته د سهولت رامنځته کولو په برخه کې ډېرې مرستې کړي، چې موږ ترې مننه او قدردانی کوو.

 ورپسې د جمهوري ریاست سلاکار سردار محمد ”ځدران“ د قرآن کریم په عظمت خبرې وکړې او له ټولو سهيمو ادارو څخه یې و غوښتل چې د قرآن کريم ساتنه په ښه ډول وکړي او په تلاوت کې یې ډېر کوښښ وشي.

ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو مرستیال محمد عارف ”ملکیار“ وینا وکړه او ويې ویل: ډېر خوښ یم چې په داسې یو مجلس کې حضور لرم، چې په هغه کې د قرآنکريمونه وېشل کېږي، او قرآن کریم زموږ د ژوند تر ټولو ارزښتمند او مهم کتاب دی.

نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري ددې قرآنکریمونو د عادلانه وېش څخه مننه وکړه.
د جمهوري ریاست باصلاحیت استازي استاد امرالدین”فهیم“ هم په خپل وار سره خبرې وکړې او د دوست هېواد عربستان څخه یې ددې ډالۍ مننه وکړه.

په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د علمي مجمع ریس سید حجت الله ”نجیح“ د سعودي هېواد او جمهوري ریاست څخه مننه وکړه او ويې ويل: هغه سهمیه بندي چې د مؤظف کمیسیون له لوري شوې ده. د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د جمهور ریس له لوري تأید شوې چې د همدې سهمیه بندي پر اساس به قرآنکریمونه وېشل کېږي.

مجلس په افغانستان کې د تلپاتې سولې په دعأ پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS