د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا
د روان (۱۴۴۸) هـ ق کال د حج لپاره د نوم لیکنې خبرتیا
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۴۰۶هـ ش کال د حج لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل کړي.
په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو هېوادوالو ته چې د حج فریضې د اداء کولو اراده لري، خبر ورکول کیږي، چې د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د حج د نوم لیکنې لپاره د یکشنبې له ورځې ۲۰/ جمادىٰ الأولٰى / ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ عقرب /۱۴۰۵هـ ش نیټې څخه د بلې یکشنبې تر ورځې ۲۷/ جمادیٰ الأولیٰ / ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۷/ عقرب / ۱۴۰۵ هـ ش نیټې پورې، په مرکز (د کابل ښار ناحیو) کې د زړو مکروریانو، ملي بس څلور لارې د مرنجان تپې ته څېرمه، د حاجیانو مجتمع ته او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته له اصلي تذکرې، د هغې له کاپي او همدارنګه له دوو قطعو اوسنیو عکسونو سره، چې اندازه یې (۳/۴) وي، تشریف راوړي او خپله نوم لیکنه وکړي.
یادونې:
۱- داچې زمونږ په لوی شمېر هېوادوالو حج فرض دی او له کلونو راهیسې یې اداء کولو ته منتظر دي، بناءً هغه کسان چې فرضي حج یې اداء کړی وي، د وزارت لخوا د حج په نوم لیکنه کې ورته د نفلي حج د اداء لپاره د ګډون ګنجایش نشته، نو په نوم لیکنه کې دې له ګډون او مراجعې څخه ډډه وکړي.
۲- داچې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د رسمي رالېږل شوي مکتوب پر اساس د یاد هېواد د روغتیا وزارت د لارښوونو او فیصلې له مخې، ځینو ناروغانو ته د حج فریضې د اداء کولو اجازه نه ورکول کیږي، بناءً هیله ده، د لاندې امراضو لرونکي کسان ثبت نام ته له مراجعې څخه ډډه وکړي:
۱- د بدن د مهمو حیاتي غړو شدید اختلالات او مزمنې ناروغۍ، لکه:
• د پښتورګو د فعالیت کمزوري، چې ناروغ ډایالیز (د وینې تصفیې) ته اړتیا ولري.
• د زړه د فعالیت پرمختللې کمزوري، چې په ناروغ کې د استراحت پر مهال یا د لږ فزیکي فعالیت په ترسره کولو سره د زړه د ناتوانۍ نښې نښانې څرګندېږي.
• تنفسي مزمنې ناروغۍ، چې ناروغان ورسره په دوامداره توګه د اکسیجن کارولو ته اړتیا لري.
• د ځیګر فعالیتي ناتواني یا سیروز، چې د ناروغ په نس کې مایعات راټولېږي یا د هغه د ځیګر د فعالیت د ناتوانۍ نورې نښې ولري.
۲- د ذهني او فکري ناتوانۍ لرونکي سپین ږیري، چې د ذهني او فکري وړتیاوو له زوال (د عقل زوال) سره مخ وي.
۳- سختې رواني او عصبي ناروغۍ، چې ناروغان په رواني او جسمي (حرکتي) برخو کې جدي ستونزې ولري.
۴- د مېرمنو امیندواري:
• هغه مېرمنې چې د امیندوارۍ په وروستیو درېیو میاشتو کې وي.
• هغه امیندوارې مېرمنې چې امیندواري یې له خطرونو سره مل وي.
۵- په فعالو ساري ناروغیو اخته ناروغان: هغه ناروغان چې په ګڼو ځایونو او تجمعاتو کې یې شتون د نورو کسانو د اخته کېدو خطر رامنځته کوي، لکه:
• د تنفسي سیستم فعاله نری رنځ (توبرکلوز) ناروغي.
• وینه بهوونکې تبې، چې د ویروسي ناروغیو له امله رامنځته کېږي.
۶- په سرطان اخته ناروغان:
هغه ناروغان چې د (کیموتراپي) یا د تداوۍ د داسې نورو پروسیجرونو تر درملنې لاندې وي چې د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي.
۳- تر ثبت نام او د قرعه اچونې د نتائجو تر اعلان وروسته منتخب شوي حاجیان مکلف دي، چې د پنځلسو (۱۵) کاري ورځو په جریان کې له اړوندو ریاستونو څخه تعرفه ترلاسه او د حج له لګښتونو څخه لومړی قسط (یو لک او پنځوس زره «۱۵۰۰۰۰» افغانۍ) د افغانستان بانک ته تحویل کړي. او پاتې (دویم قسط) پیسې به د حج د ټولو لګښتونو د اندازې تر معلومولو وروسته د وزارت د بیا اعلان پر اساس تحویل کیږي.
