د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خواخوږۍ پیغام!

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۵:۱
یما سیاوش

په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې پرون سهار د مکرویانو په سیمه کې د هېواد ځوان کدر، نومیالی ژورنالیست او ویاند یما سیاوش له خپلو همکارانو سره یو ځای په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ.

                                                   انا لله وانا الیه راجعون

ارواښاد یما سیاوش ځوان کدر ، د راتلوتکي نسل لپاره سرمایه او د خاورې ریښتنی او مخلص بچی و، چې نه شتون یې ضایعه ده.

د ارشاد، حج او اوقافو وزات رهبري هیئت د نوموړي مړینه لویه ضایعه ګڼي.

زه ارواښاد سیاوش او همکارانو ته یې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د فردوس جنت غوښتونکی یم.

کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته یې خپل د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

د هېواد د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه جدي غوښتنه کوم، تر څو د دا ډول غیر انساني او غیر اسلامي پېښو مخه ونیسي او ددې پېښو عاملین د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.


                                    مولوي محمد قاسم حلیمي

                    د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او نوماند وزیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS