د ارشاد،حج او اوقافو وزیرد سعودي عربستان شاهي هېواد له سفیر سره وکتل.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۹ - ۱۱:۸
سفیر سعودی

 نن له غرمې مخکې د ارشاد حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر جاسم محمد الخالدي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغه ناسته کې دواړو لوریو د روان کال د حج پروسې د نه ترسره کېدو، د حج له مراسمو وروسته د عمرې حج اړوندو مسایلو او همدارنګه د افغان علماو د روزنې لپاره د سعودي شاهي هېواد ته د دوی سفر باندې بحث وکړ.

د ناستې په پای د سعودي شاهي هېواد سفیر ښاغلي الخالدي د ښاغلي منیب د ورور مرحوم محمد انور د مړینې له کبله نوموړي ته د تسلیت مراتب وړاندې هم کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په لوګر ولایت کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوب مُتَبَرَّک د ساتنې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ربیع‌الأول ۱۴۴۷هـ ق،مطابق: ۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د هدایت پر اساس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

BACK TO NEWS