د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
ملاقات معین عرفان

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د اتحادیې نائب رئیس شیخ محمد بشیر وارول او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل،په دې لیدنه کې دواړو لوریو ددیني،مذهبي،کلتوري او تعلیمي همکاریو په پراختیا،دعلماوو دروزنې او په ځانګړي ډول د حج او عمرې دچارو په اړه دتجربو پر شریکولو ټینګار وکړ،د لیدنې په پیل کې شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور دترکیې هېواد دعلماوو پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته يې کړه د ترکیې هېواد دعلماوو او لوړپوړو دیني چارواکو راتګ افغانستان ته د اسلامي امارت سره ددوامداره تعامل او همکاریو ښکاره نښه ده، مونږ د اسلامي اُمت دیووالي،د دیني بنسټونو د پیاوړتیا، د علماوو ترمنځ د همغږۍ او د حج په برخه کې دتجربو شریکولو په موخه دا ډول لیدنې او ناستې خورا ارزښتمنې بولو،ورپسې،دمدارسو اودیني علماوو داتحادیې نائب رئیس شیخ محمد بشیر وارول، چې د یاد پلاوي مشري یې کوله،دارشاد، حج او اوقافو وزارت له تود هرکلي څخه مننه وکړه، نوموړي دافغانستان د اسلامي امارت وروستي پرمختګونه ‏د دیني ارزښتونو د خوندیتوب هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل چې افغانستان او ترکیه ژورې اسلامي، مذهبي او فرهنګي اړیکې لري، هغه ټینګار وکړ چې د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه، چمتو دي خپلې دیني، تعلیمي او ټولنیزې تجربې له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

BACK TO NEWS