د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حج پروسې د کاري کمېټو له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۲۳:۴۳
دیدار وزیر

 ۷ ذوالقعدة ۱۴۴۴ هـ ق (۶ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش) د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب په داسې حال کې چې د یاد وزارت د رهبرۍ غړو او د کاري کمېټو مسؤلینو هم ملتیا کوله. د مرکزي زون د حاجیانو له مجتمع څخه د کابل هوایي ډګر ته د حاجیانو د لیږد او په مجتمع کې د حج کاري کمېټو له کارونو څخه لیدنه وکړه. د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له حاجیانو سره له نږدې وکتل او هغوی ته یې د ښه سفر او مبرور حج دعا وکړه. نوموړي د مجتمع د ټولو کاري کمېټو له لیدنې وروسته د ددغو کمېټو مسؤلینو ته د چارو لا ښه والي په دغه پروسه کې د شفافیت او روڼتیا او حاجیانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې. ===== وزیر ارشاد، حج و اوقاف از جریان فعالیت کمیته های کاری پروسه حج دیدار نمود شنبه ۷ ذوالقعده ۱۴۴۴مطابق ۶ جوزا ۱۴۰۲ محترم شیخ الحدیث دکتور مولوی نورمحمدثاقب وزیر ارشاد حج و اوقاف درحالیکه از طرف هیئت رهبری وزارت و مسؤولین کمیته ها ایشان همراهی می‌گردید از جریان انتقال حجاج از مجتمع به میدان هوایی کابل و همچنان از کمیته های کاری حج در مجتمع دیدن به عمل آوردند. وزیر ارشاد، حج و اوقاف از نزدیک با حجاج شامل در پرواز امروز ملاقات نموده و برایشان سفر خوب و حج مبرور استدعا نمودند موصوف از جریان فعالیت کمیته های کاری پروسه حج در مجتمع حجاج نیز دیدار نموده جهت تسریع و شفافیت روند پروسه حج نظریات وپیشنهاد مسئولین کمیته ها را استماع فرموده غرض ارایه خدمات بهتر به حجاج کرام به مسؤولین مربوط ‌هدایات لازم سپردند.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۵۷
Background image

دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ. . .

BACK TO NEWS