د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا کندهار ولایت ته درې کسیزه هئیت سفر

۲۹، محرم ۱۴۴۴ ه ق (۵ سنبله ۱۴۰۱ ه ش)
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د تفتش ریاست لخوا درې کسیزه هئیت کندهار ولایت ته د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د یو کال کارونو د ارزونې په تړاو سفر درلود.
د یاد درې کسیزه هئیت مشري د اوقافو ریاست مسلکي امر مولوي عبدالباقي عاصم په غاړه درلودله.
نوموړي د ټولو کارمندانو کارونه وڅېړل او دوي ته یې لازم هدایات او سپارښنې وکړﺉ.
یاد هئیت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د ارزونې سربېره د اوقافي ملکیتونو، مرکزي لویه عیدګاه، د جوماتونو او د میرویس نیکه مزار څخه هم لېده وکړه.