د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلیفایرونو د برابرولو او تدارک پروژې
Publish Date
Closing Date
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلیفایرونو د برابرولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
ټول شرایط لرونکي داوطلبان کولای شي خپل سر تړلي آفرونه د شرطنامې له شرایطو سره سم، د افغانستان اسلامي امارت د عامه تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې، د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۲) تقویمي ورځو پورې وړاندې کړي.
د شرطنامې د ترلاسه کولو پته:
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست (شهرنو، د اتصالاتو کوڅه، د فیض محمد خان څلورلارې).
شرطنامه د رسمي کاري ساعتونو په جریان کې د CD یا فلش له لارې ترلاسه کولای شئ. د آفرونو د پرانیستلو نېټه او وخت به د شرطنامې د داوطلبانو لپاره د لارښوونو په پاڼه کې د درج شوو معلوماتو مطابق وي.
ناوخته را رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
یادونه: که د شرطنامې د متن او د داوطلبۍ د بلنې د اعلان ترمنځ کوم توپیر موجود وي، نو د شرطنامې متن به د اعتبار وړ دي
