د ارشاد حج او اوقافو وزیر د مجمع فقه اسلامی د دارلانشاء له لوی رئیس سره په افغانستان کی د روانی جگری او ورور وژنی د پای ته رسولو په موخه د ویدیو کنفرانس له لاری خبری وکری.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۱۳:۵۰
دارلانشاء اسلامی

د چهار شنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۰ نن ماسپښين د افغانستان اسلامي جمهوریت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د مجمع فقه اسلامي د دارالانشاء له لوی رئیس "دوكتور قطب مصطفى سانو" سره په افغانستان کې د روانې جګړې د حُرمت او ورور وژنې د پای ته رسولو په موخه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. په دغه کنفرانس کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په افغانستان کې د روانې جګړې د حُرمت په اړه د اسلامي هېوادونو او اسلامي سازمانونو له واحد نظر څخه مننه وکړه او په دې برخه کې یې د مجمع فقه اسلامي، د اسلامي همکاریو سازمان او نورو ګڼ شمېر سازمانونو هلې ځلې وستایلې. ښاغلي حلیمي د مجمع فقه اسلامي له رهبري مننه وکړه، چې تل یې د اسلامي اُمت د وحدت او یووالي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي. نوموړي د اسلامي نړۍ له مشرانو او له ښاغلي دوكتور قطب مصطفى سانو څخه وغوښتل تر څو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې خپل مسؤلیت ادأ او د جګړې ښکېل اړخوړنه په يو ټغر راټول کړي. ښاغلي حلیمي ډاډ ورکړ، چې د افغانستان حکومت تل د سولې په خبرو ټینګار کړی او بې له قید او شرطه هر ډول او په هر ځای کې مذاکراتو ته چمتو دی. ورپسې د مجمع فقه اسلامي د دارالانشاء لوی رئیس "دوكتور قطب مصطفى سانو" خبرې وکړې. ښاغلي سانو وویل: موږ ډېره زیاته مننه کوو، چې تاسو مجمع فقه اسلامي او د نړۍ نورو معتبرو اسلامي سازمانونو ته مراجعه کړې. موږ تل هڅه کړې او کوښښ مو دادی، تر څو په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې امن او ثبات ټینګ شي. ښاغلي سانو وویل: موږ د افغانستان جګړې اندېښمن کړي یو، ځکه دا جګړه، هیڅ ډول اسلامي توجیه نلري او دا د مسلمانو وروڼو تر منځ جګړه ده او په دې جګړه کې بې ګناه ماشومان، ښځې او ملکي وګړي شهیدان کېږي. موږ د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي یو. نوموړي وویل: موږ پوره چمتووالی لرو، چې د اسلامي همکاریو له سازمان سره په ګډه همکارۍ یوې پایلې ته ورسېږو، چې د طالبانو او د افغان حکومت منځګړیتوب وکړو، ترڅو دغه د کلونو فتنه (جګړه) چې په دوست هېواد افغانستان کې موجوده ده پای ته ورسېږي. په پای کې ښاغلي دوكتور قطب مصطفى سانو وویل، چې موږ تل د افغانستان اسلامي جمهوریت او د افغان ولس تر څنګ ولاړ یو او ملاتړ کوه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS