د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مالیزیا هېواد کې د افغانستان له سفیر سره وکتل.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۴۲
ملاقات با سفیر مالیزیا

سه شنبه ۱۸ جمادی الأولی ۱۴۴۶ هـ ق (۲۹ عقرب ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب په مالیزیا هېواد کې د افغانستان له سفیر ښاغلي مولوي نقیب الله احمدي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د لیدنې په ترڅ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د دوستانه اړیکو د اړتیا یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان او مالیزیا د اسلامي نړۍ دوه مهم هېوادونه دي چې گډ اسلامي، دیني او کلتوری مشترکات لري.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: د افغانستان اسلامي امارت د سرتاسری امنیت د تامین ترڅنګ د خپلو خلکو د خدمت لپاره صادقانه ګامونه پورته کړي او له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره دښو او دوستانه ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي.

ورپسې په مالیزیا کې د افغانستان داسلامي امارت سفیر ښاغلي احمدی خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې د افغان سفارت د لاسته راوړنو او پرمختگونو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: افغان سفارت په کوربه هېواد مالیزیا کې د افغان محصلینو، کډوالو او سوداگرو ستونزې حل کړي او ورسره په دوامداره توګه لیدنې ترسره کوي.

ښاغلي سفیر وویل چې د مالیزیا حکومت له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، په ځانگړې توگه  دیني، کلتوري او ټولنیزو همکاریو ته لیواله دی.

د لیدنې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په ماليزيا کې د افغانستان سفیر ته د خپلو سپارښتنو په لړ کې وویل:  په مالیزیا هېواد کې د مېشتوافغانانو ستونزو ته په وخت  رسیده ګې وکړي او سفارت دې په نوموړی هیواد کې  د افغانستان ښه استازولي ترسره کړي 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته ورسېد

۱/ ذوالقعده/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۹/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان، چې د ننګرهار ولایت (۳۴۶) تنه حجاج پکې شامل وو او د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه یې نن سهار په ۳:۳۰ بجو د کام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو

جمعه، ۳۰/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۸/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا نن سعودي عربستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال د افغان حاجیانو د انتقال بهیر د پیل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو. . .

BACK TO NEWS