د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د منی او عرفات له خیمو څخه لیدنه وکړه

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۹:۱۶
دیدار از مخایم

۶ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق ( ۳ د سرطان ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب په داسې حال کې چې د مکې مکرمې د حج کاري کمېټو مسؤولینو يې ملتیا کوله؛ د منی او عرفات له خیمو څخه لیدنه وکړه.

د نوموړي له دې لیدنې څخه هدف افغان حاجیانو ته په مشاعرو کې د آسانتیاوو برابرول او پروخت خدمتونه وړاندې کول یاد کړل.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په منی او عرفات کې د افغان حاجيانو د اوسېدو ځایونو، د پخلنځي، روغتیایی کلینیکونو او د ټرانسپورټ له تمځایونه څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویل: په منی او عرفات کې کومې خیمې چې د افغان حاجیانو لپاره ځانګړې شوي په مجهز ډول سمبال او د تېرو کلونو په پرتله ډېرې مناسبې دي؛ په منی کې جمرات ته او په عرفات کې جبل الرحمة ته نږدې او د ایرکنډیشنونو په درلودلو سره په نویو غالیو او توشکو پوښل شوي دي.

همدا راز ددې تر څنګ يې مسوؤلینو ته لارښونه وکړه، چې حاجیانو ته له شته امکاناتو څخه په استفادې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې له هر ډول هڅو څخه کار واخلی ځکه چې حاجیان ضیوف الرحمن دي، نو موږ او تاسو باید د اللهﷻ د میلمنو خدمت وکړو.

په پای کې د یو شمېر کمېټو مسؤولینو افغان حاجیانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په تړاو خپل پوره چمتووالۍ وښود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS