د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د الکترونیکي مسار کمېټې (د حاجیانو ویزې د چاپ سیسټم) له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۰:۱۴
مسار

جمعه ۲۴ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۱۴ ثوز ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب د الکترونیکي مسار کمېټې له کاري جریان څخه لیدنه وکړه، په دغه کمېټه کې د حاجیانو پاسپورټونه سیسټم ته داخلېږي او د حاجیانو ویزه چاپ کېږي، همدا راز د حاجیانو دتنظیم گروپ بندی، په مدینه منوره او مکه مکرمه کې د حاجیانو د ځایونو ټاکل او همداشان نور مهم معلومات د همدې سیستم له لارې تنظیمیږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حاجیانو ویزو د پرینټ له بهیر څخه د لیدنې پرمهال وویل: الحمدلله سږ کال د حج پروسه د پخوانیو پلانونو او له اړوندو خواوو سره د لا زياتې همغږۍ او د وزارت د مسؤولينو او کارکوونکو په هلو ځلو د تيرو کلونو په پرتله ډير ښه تنظيم او ترتيب شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ان شاء الله د افغانستان حاجیان به په ټاکلي وخت د بیت الله شریف د حج اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته ولیږل شي او هلته مو هم د هغوی لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په نیږدې راتلونکي کې به له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو له لوري د حاجیانو پروازونه پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS