د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره پلاوى له ازبکستان څخه نن بېرته خپل هېواد راستون شو.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۹:۴۳
سفر ازبکستان

چهارشنبه ۱۰ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۱ وری ۱۴۰۳ هـ ل)

‏د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور مولوي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د هېواد د علماوو لس کسیز لوړی پوړی پلاوی چې د تیرې شنبې ورځ د رمضان المبارک په ٦ نېټه د ازبکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللى و، نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.

شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور مولوي نور محمد ثاقب او ورسره پلاوي په دغه سفر کې د ازبکستان هېواد د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دیني او اسلامي مرکزونو څخه د لیدنې ترڅنګ د دغه هېواد د اسلامي بنسټونو له مسؤلینو سره د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا، په دیني او ښوونیزو برخو کې د دواړو هېوادونو د فعالیتونو په همکارۍ او همغږۍ خبرې اترې وکړې.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ازبکستان څخه هېواد ته د را گرځېدو پر مهال وویل، چې افغانستان او ازبکستان دوه اسلامي هېوادونه دي، چې ډېر نږدې ديني، کلتوري او ژبني مشترکات لري. چې د دغو مشترکاتو د لا تقویت لپاره به په ګډه کار کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دغه سفر لاسته راوړنو ډک وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې له نورو هېوادونو په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره دغسې اړيکو ته پراختيا ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

BACK TO NEWS