د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو سره د ۱۴۴۶هـ ق کال د حاجیانو د لېږد او رالېږد تړون لاسلیک کړ

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۹:۵۰
قرارداد کام ایر

یکشنبه ۱۰شعبان المعظم ۱۴۴۶هـ ق( ۲۱ دلو کال ۱۴۰۳هـ ش )

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب نن د خپل کار په دفتر کې له آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو له مسؤلینوسره د ۱۴۴۶هـ ق کال سعودي عربستان ته د دیرش (۳۰) زره حاجیانو د لیږد او رالیږد تړون لاسلیک کړ.

دغه غونډه چې د ارشاد،حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، پکې د دې وزرات د مقام مرستیال، مرکزی ریاستونو رئیسانو او علماوو د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس مولوي عبدالولي صدیقي، د کام ایر هوایي شرکت مرستیال حاجي آتیلا کامګار او د یادو شرکتونو تخنیکي او مسلکي کارمندانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: الحمدلله سږکال هم د تېرو کلونو په څیر د حج دیني او ملي پروسه د الله ﷻ په فضل او نصرت سره په ښه توګه پرمخ روانه ده.

نوموړي زیاته کړه، دواړه داخلي هوايي شرکتونه غواړي په دیني او ملي جذبې سره د حج دغه ملي پروسه مخته یوسي ، ترڅو په دغه ستره دیني او ملي پروسه کې خپل مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړي.

همداشان د راشاد، حج او اوقافو وزیر وویل:د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري چې افغانستان په مختلفو برخو کې په ځان بسیا کړي،لکه څنګه چې د حج په دغه ملي پروسه کې د حاجیانو لیږد او رالیږد زموږ داخلي شرکتونه ترسره کوي، په نورو بیلابیلو برخو کې هم  هڅه کوو چې د ځان بسیاینې په لور ګامونه واخلو او هیله لرو، چې د نورو کلونو په څیر سږ کال هم حاجیان د منظم سکیجول له مخې سعودي عربستان ته  انتقال  او بیرته راستانه کړل شي.

ورپسې د اریانا افغان او کام ایر هوایي  شرکتونو  مسؤلینو د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له هلو ځلو او منظمو پروګرامونو څخه ستاینه وکړه او له خپل لوري یې د هر ډول ښه خدمت وړاندې کولو ژمنه وکړه او ویې ویل هیله لرو چې خپلو ټولو امکاناتو او شته ظرفیتونو ته په کتو حاجیانو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړو او زياته يې کړه: هڅه به وکړو چې له وزارت سره په همغږۍ د هیواد د ننه او بهر د حاجیانو د لیږد او را لیږد پروسه په ښه ډول مدیریت کړو او دواړه شرکتونه به د هېواد له څلورو پروازي زونونو او په سعودي عربستان کې په دواړو  هوایي ډګرونو ( مدینه منوره او جده) کې حاجیانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو.

دوی وویل: د حاجيانو لېږد او رالیږدتجارت او سوداګري نه ، بلکې خپله ديني او ملي وجيبه ګڼو او په بشپړ  توګه تخنیکي او عملیاتي چمتووالی  ورته لرو.

غونډه په دعائیې سره  پای ته ورسيده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷ هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړنۍ پروزا ترسره شو

۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۵ سرطان  ۱۴۰۴ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړی کاروان چې (۸۲) تنه  معتمرین پکې شامل وو، نن د کابل له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

BACK TO NEWS