په مزار شریف ښار  کې   د وقفي ځمکي ( لیلامۍ مارکیټ) د جوړولو قرارداد

bakhshi_admin
مارکیت لیلامی

Publish Date

Closing Date

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت ټولو هغه پانګوالو او علاقمندانو ته چې د پانګونې لیوالتیا لري بلنه ورکوي چې په وقفي ځمکه  چې د  لیلامۍ مارکیټ په نوم مشهور ده د (۶۰۰۰) متره مربع مساحت په لرلو چې د مزار شریف ښار دریمه ناحیه کې موقعیت لري  په اوږدمهاله ( ۱۵ تر ۲۰  کلونو) پورې په قرارداد ورکوي ، د اعلان له خپرېدو وروسته  پانګوال باید خپل وړاندیزونه او طرحې د (۳۰) ورځو په موده کې  د کابل ښار   لسمې ناحیې د قلعه فتح الله دوهم سرک کې د اوقافو عمومي ریاست ته وسپاري. د اوږدمهاله قرارداد شرایط په لاندې ډول دي:

١ - د پروژې د اهدافو په اړه روښانه، هر اړخېزه او جامع پلان وړاندې کول، د بیلګې په توګه پانګې او شرایطو ته په کتو څه رقم ودانۍ پلان کې لري؟

٢ - په یاد شوې پلان او طرح کې باید نقشه، د هغې ډیزاین او دهغې لپاره مناسب نوم شامل او له نورو شرکتونو څخه کاپي نه وي، نقشه او تخنیکي ډيزاین باید مسلکي او معیاري وي، د کار حجم، د نقشي لومړني برآورد قیمت باید له طرحې سره ضمیمه ووسي، وړاندیز شوې نرخونه باید حقیقي او د ورځنې نرخ سره برابر او سم وي.

٣ - نقشه باید دمزارشریف ښار له ښاري پلان سره برابره وي.

۴ - په وړاندیز شوې پلان او طرح کې د کرایي او اجاري قیمت باید د قرارداد له مودې (د ۱۵ څخه تر ۲۰ کلونو) پورې روښانه وي.

۵- د پلان، نقشې، ډیزاین، برآورد، د کار حجم او نور لګښتونه د طرحې د چمتوکوونکي په غاړه دي.

۶ - له انتخاب وروسته دنقشي د کنټرول او نور ټول مصارف د طرح کوونکي  شرکت د څښتن په غاړه دي.

۷ - د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د طرحو په غوره کولو کې پوره صلاحیت لري.

۸ -  د نقشې او ډيزاین په طرح کې باید د اسلامي میناتورۍ او افغاني سبک څخه  کار واخیستل شي.

۹ - د نقشې په طرحه او پلان کې باید د ورځنې ژوند ټولې اړتیاوې لکه ( جومات، تشناب، پارکینګ) او د یو تجارتي مارکیټ اړینې اړتیاوې باید په نظر کې ونیول شي. پته :

د اوقافو عمومي ریاست، د قلعه فتح الله دوهم سړک، لسمه ناحیه ،کابل ښار بریښنالیک :     awqaf@mohia.gov.af دتماس شمارې:    0775897573    0708002471

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د قوس میاشتې په ۱۹مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۱۳
Background image

د ژمي موسم لپاره د دې وزارت د مرکزي ریاستونو دفترونو د تودولو په موخه د (۲۵،۰۰۰) کیلو مایع ګاز د تدارک او برابرولو پروژه

د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو وګړو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال د ژمي موسم لپاره د دې وزارت د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د قباء جامع جومات د ترمیم پروژه په ۱۴۰۴

تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو خلکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقاف وزارت په پام کې لري د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د قباء جامع . . .

Back to tenders