د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه
چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسماً اعلان کړه.
په دغه خبري کنفرانس کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب، د وزارت مسلکي مرستیال محترم حافظ مولوي محمد حامد حسیب، د وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام معین محترم مخدوم مولوي عبدالسلام سعادت، د وزارت مرکزي رئیسانو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مسؤولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی ؤ.
محترم وزیر صاحب د خپلو خبرو په پیل کې د اسلام د پنځم مهم رکن (حج) د ادء کولو د اهمیت، د مبرور او قبول شوي حج د اجر او فضیلت او د اسلامي شریعت له نظره د امانت، عدالت او پر مسلمانانو د ترحم او مهربانۍ پر ارزښت هر اړخیزه علمي وینا وکړه.
محترم وزیر صاحب د حاجیانو د حقوقو د رعایت په تړاو وویل: د الله تعالی ډېر لوی فضل او کرم دی چې د سږ کال حج ډېر په خوښۍ، بریا او کامیابۍ سره ترسره شو. او زیاته یې کړه چې حج بدني او مالي مشترک عبادت دی، له همدې امله د حاجیانو د مال ساتنه او د هغوی د حقونو رعایت د وزارت مکلفیت دی او د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د حج ټول مالي او اداري بهیر په بشپړ شفافیت ترسره کېږي او هېڅ یو مشر یا کشر دا جرأت نه شي کولای چې د حجاج کرامو په حقوقو تیری وکړي او یا یې اموال حیف او میل کړي.
محترم وزیر صاحب د حج لګښتونو د دقیقې محاسبې او مصرف په تړاو وویل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هر کال د حج د لګښتونو د دقیقې ارزونې او محاسبې له مخې د خدماتو د کیفیت د لوړولو تر څنګ د لګښتونو د کمولو هڅه کوي، څو حاجیانو ته په مناسبه بیه غوره خدمات وړاندې شي. او زیاته یې کړه چې دا پنځم پرلهپسې کال دی چې د ټولو دقیقو محاسبو او سنجش وروسته بیا هم د حاجیانو له پیسو څخه یوه اندازه اضافه کېږي او وزارت یې د خپل شرعي او اخلاقي مسؤولیت له مخې بېرته حاجیانو ته سپاري.
محترم وزیر صاحب زیاته کړه: مونږ هېڅکله داسې نه کوو چې په اول کې له حاجیانو څخه زیاتې پیسې واخلو او بیا مصارف کم وکړو چې په آخر کې د خپل نوم یا د وزارت د صفایۍ لپاره پیسې اضافه کړو، نه! کلا وحاشا ! الله تعالی شاهد دی چې دا کار مونږ نه کوو، بلکې زمونږ دا ګمان وي چې زمونږ حساب ډېر دقیق دی او دا مصارف به سر په سر راشي او دا احتمال هم شته چې وزارت باقي شي او له ځانه پیسې ورکړي، خو بیا هم د الله تعالی په فضل سره زمونږ تر دقیق حساب وروسته هم د حاجیانو پیسې اضافه کیږي.
ورپسې محترم وزیر صاحب له حاجیانو څخه د راټولو شوو او مصرف شوو پیسو په تړاو معلومات وړاندې کړل او ویې ویل:
د دقیق ترتیب شوي جدول له مخې د محترمو حاجیانو څخه ټولې اووه میلیارده، آته سوه او آتلس میلیونه، دري لکه، اووه زره او دوه سوه (۷۸۱۸۳۰۷۲۰۰) افغانۍ را جمع شوې وې.
چې د هر تن حاجي لګښت دوه لکه او شپږ شپیته زره او څلور سوه (۲۶۶۴۰۰) افغانۍ ټاکل شوی ؤ.
د حج د لګښتونو د جدول له دقیقې محاسبې وروسته دا معلومه شوه چې ټولې اووه میلیارده، اووه سوه او درویشت میلیونه ، اووه لکه، یو څلویښت زره، پنځه سوه او دري آتیا افغانۍ ،اعشاریه شپيته پوله (۷۷۲۳۷۴۱۵۸۳.۶۰) مصرف شوې دي، چې د في تن حاجي مصرف، دوه لکه، دري شپیته زره، یو سل او اووه آویا افغانۍ، اعشاریه آته آویا پوله (۲۶۳۱۷۷.۷۸) کیږي.
د حاجیانو له مجموعه را جمع شوو پیسو څخه څلور نوي میلیونه، پنځه لکه، پنځه شپیته زره ، شپږ سوه او شپاړلس افغانۍ ،اعشاریه څلویښت پوله (۹۴۵۶۵۶۱۶.۴۰) پاتې دي، چې د وزارت له دقیقې محاسبې وروسته د في تن حاجي لپاره درې زره، دوه سوه او دوویشت افغانۍ ، اعشاریه دوویشت پوله (۳۲۲۲.۲۲) بیرته ورکول کیږي.
دا چې په دغو پیسو کې د دوویشت اعشاریه یعنې د دوویشت پوله ورکړه ستونزمنه ده ، نو د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت پریکړه کړې چې ددغو دوویشتو پولو پرځای به پوره افغانۍ ورکول کیږي ، بناءً هر حاجي ته به درې زره، دوه سوه او درویشت (۳۲۲۳) افغانۍ بیرته ورکړل شي.
باید ووایو چې حاجیانو ته د خپلو پاتې پيسو د وصولۍ لپاره وخت قید نه دی ، بلکې دا پيسې به د دوی د خپل حق په توګه د افغانستان بانک په بیلابیلو څانګو کې امانت پرتې وي او کله هم چې حاجيان د خپل حق د وصول لپاره راشي او مراجعه وکړي ددوی خپلې پاتې پیسې به په هماغه وخت ورکول کیږي، البته د پیسو ورکړه به ان شاءالله تعالیٰ سر له راتلونکي شنبې ورځې ۱۷ صفر المظفر څخه پیل کیږي.
نو مهرباني وکړئ د پاسپورټ او پېژندپاڼې(تذکرې) له اصلي او رنګه کاپي سره ، د خپلو پاتې پيسو د ترلاسه کولو لپاره مربوطه مرجع (د ارشاد،حج او اوقافو وزارت اړوند د حج ، عمرې او زیاراتو لوی ریاست (د مرکز زون مجتمع الحجاج) ته او په ولایاتو کې د ارشاد،حج او اوقافو ریاستونو) ته مراجعه وکړئ.
