د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري حاجیانو ته د دغه تیر(۱۴۴۵هـجري قمري کال مطابق ۱۴۰۳هجري شمسي ) د حج له لګښتونو څخه د پاتې شویو پیسو د بیرته ورکولو او د راتلونکي ۱۴۴۶هـجري قمري کال د حج سهمیې د اعلان په تړاو خبري غوڼده ترسره کړه

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۸:۴۴
استرداد پول

سه شنبه ۳۰ صفر المظفر ۱۴۴۶ هـ ق (۱۳ سنبله ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۵ هجري قمري چې د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال سره سمون خوري د حج له لګښتونو څخه د پاتې شویو پیسو د بیرته ورکړې او د ۱۴۴۶ هجري قمري کال لپاره د حج سهمیې د اعلان په اړه خبري غونډه ترسره کړه، چې په کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب ترڅنګ، ددې وزارت مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حاجیانو له لګښتونو څخه د پاتې پيسو د بیرته ورکړې په اړه وضاحت ورکړ چې متن یې په لاندې ډول ده:

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وخت له یو لړ محدودیتونو سربېره د لوی اللّٰه ﷻ په فضل او نصرت په تیر ۱۴۴۵هـ ق کال کې د سعودي عربستان له لوري د راکړل شوې سهمیې مطابق (۳۰۰۰۰)دیرش زره حاجیان مو حرمینو شریفینو ته ولیږدول، چې د حج بهیر الحمدللّٰه په ډیره ښه او بریالۍ توګه سرته ورسیده.

نوموړي زیاته کړه: چې د في نفر حاجي مصرف (۳۸۲۸،۱۲) درې زره، آته سوه، آته ویشت ډالره او دولس سینټه شوي دي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا له دقیقې محاسبې وروسته د في نفر حاجي لپاره(۳۷،۸۵۶۴)اووه دیرش اعشاریه پنځه آتیا ډالره او څلور شپیته سینټه بیرته ورکول کیږي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه، دا چې د اعشاریه پنځه آتیا، څلور شپیته سینټونو ورکړه په ډالرو یوڅه ستونزمنه ده، لهذا ددې معادل به شپیته افغانۍ او اووه څلویښت پوله ورکول کیږي او همدارنګه د (۴۷) اووه څلویښت پوله ورکړه هم ډیره مشکله ده نو مونږ به دا (۴۷) پوله په پوره یوه افغانۍ حساب کړو.

نو خلاصه دا ده چې هر حاجي ته به (۳۷) اووه دیرش ډالره او (۶۱) یوشپیته افغانۍ بیرته ورکول کیږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل: سره له دې چې مونږ ډیر کوشش وکړ چې د حج مصارف نور هم راکم کړو، مګر د یو لړ وجوهاتو له امله دغه مصارف یوڅه زیات شول:

۱ : تیر کال په مکه مکرمه کې د یو چپرکټ بیه (۲۴۰۰) دوه زره او څلور سوه سعودي ریال وه، چې سږکال دغه بیه (۲۷۸۰) دوه زره، اووه سوه او آتیا ریالو ته ختلې وه، چې د تیر کال په نسبت پکې زیاتوالی راغلی وو.

۲ : تیر کال د مشاعرو په خیمو کې د في حاجي لګښت(۷۸۴) اووه سوه او څلور آتیا سعودي ریال ؤ، چې سږکال دغه بیه   (۹۲۶)نهه سوه او شپږویشت ریالو ته ختلې وه، چې په دې کې هم د تیر کال په نسبت زیاتوالی راغلی وو او دې ته ورته په نورو مواردو کې هم زیاتوالي راغلی وو.

محترم وزیر صاحب د خبرو په پای کې وویل: دا ضروري نه ده چې حاجیان په یو معین وخت کې پيسې ترلاسه کړي بلکې دا پيسې به د دوی د خپل حق په توګه په بانکونو کې امانت پرتې وي او کله هم چې حاجيان وتوانیدل او مراجعه یې وکړه خپلې پاتې پیسې به بیرته ورکول کیږي، خو د پیسو د ورکړې آغاز او شروع به ان شاءالله سر له سبا د چهارشنبې ورځې څخه پیل کیږي.

نو ټول جاجیان دې مهرباني وکړي د پاسپورټ او پېژندپاڼې(تذکرې) له اصلي او رنګه کاپي سره د خپلو پيسو د ترلاسه کولو لپاره مربوطه مرجع (د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او یا د خپل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست) ته مراجعه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS