د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په (۲۶۰) لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر دورې نن پای ته ورسيدې.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۱:۱۲
تفسیر ترجمه

پنجشنبه ۲۵ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۱۶ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې په (۲۶۰) لویو نظامي مرکزونو کې او دغه راز په ملي راډیو تلویزیون کې په پښتو او دري ژبو د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دورې، چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان المعظم میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې وې، د رمضان المبارک میاشتې په ۲۵ مې نېټې سره د هېواد په ټولو نظامي مرکزونو او ملي راډیو تلویزیون کې پای ته ورسیدې.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د راتگ څخه وروسته دا دریم ځل دی چې د شعبان او رمضان په میاشتو کې د هېواد په سطح په ټولو لویو نظامي مرکزونو او په ملي راډیو تلویزیون کې د ترجمې او تفسیر دورې تر سره کېږي او سږکال هم په (۲۶۰) لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن عظیم الشان ترجمې او تفسیر دورې ترسره شوې، چې په دغو مرکزونو کې زرگونه تنو مجاهدینو او د اسلامي امارت مسؤلینو گډون کړی وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

د مرکز او شمال زونونو حاجیان له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته په خیر سره ورسېدل.

شنبه ۱۰ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۹ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

نن له غرمې وروسته د مرکزي زون ( د کابل ناحیو او لغمان ولایت ) او د شمال زون ( کندز، سرپل او تخار ولایتونو) حاجیان له مدینې منورې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۲۲:۴۱
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې په استانبول ښار کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې له مشر سره وکتل

سه شنبه ۷ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۶ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو د مشورتي کنفرانس له پای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۶:۵۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له مشر سره وکتل

سه شنبه ۶ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۵ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر  شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له عمومي. . .

BACK TO NEWS