د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ، تجوید او سبعه قراءاتو عمومي سیالۍ پیل شوې.

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۰:۲
مسابقه قرانکریم

۲۹ ربیع الثاني ۱۴۴۵هـ ق (۲۲ عقرب ۱۴۰۲هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ او تجوید دولسمه دوره او د سبعه قراءاتو لومړی دوره سیالۍ د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې د وزارت د رهبرۍ غړو په ګډون پیل کړې، د دغو سیالیو موخه د هېواد په کچه د ممتازو قاریانو موندل دي، تر څو په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.

یادې غونډې ته د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مالي او اداري عمومي رئیس مولوي عبدالولي حقاني وینا وکړه، نوموړي د قرآن کریم د حفظ کولو په ارزښت او په ټولنه باندې یې د مثبتو اغېزو د پریښودلو په تړاو مفصلې خبرې وکړې، او زیاته یی کړه، قرآن کریم د محمد (ﷺ) یوه لویه معجزه ده او دغه معجزه به تر قیامته پورې وي.

د وزارت د قاریانو چارو رئیس مولوي عبدالغفار ثاقب هم په خپل واره سره د غونډې ګډونوالو ته د سیالیو په تړاو معلومات ورکړل، نوموړي وویل: څو ورځې وړاندې په ټولو ولایتونو کې د قرآن کریم د حفظ، تجوید او سبعه قراءاتو عمومي سیالۍ ترسره شوې.

چې له هر ولایت څخه ممتاز قاريان مرکز کابل ته معرفي شول، چې ټولټال (۵۰) تنه حافظان کېږي او اوس به په مرکز کابل کې د دوی ترمنځ سیالۍ ترسره شي چې د دوی ترمنځ به اول، دویم دریم نمره وټاکل شي او دغه ټاکل شویو ممتازو قاریانو ته ستاینلیکونه او نغدې جایزې هم په نظر کې نیول شوي.

غونډه د حج، عمرې او زیارت عمومي رئیس مولوي عطاء الله خادم په دعا کولو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS