د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۹:۲۵
جلسه رهبری

۲۶ صفر ۱۴۴۵ هـ ق (۳۱ اسد ۱۴۰۲ هـ ش)

په ۱۴۴۵ هجري قمري کال کې د رهبري شورا لومړۍ غونډه، چې ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب تر څارنې لاندې او د دغه وزارت مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د خپلو خبرو په پیل کې وویل: الحمد لله د ارشاد، حج او اوقافو په وزارت کې جید علماء کرام راټول شوي، چې په مشوره، ګډو هڅو او پوره همغږۍ سره مسایل تحلیل او څیړي او د هېواد د ښیګڼې لپاره ګټورې پریکړې کوي.

نوموړي د جوماتونو، د ارشادي چارو د تنظیم او اصلاح په برخه کې ګټورې لارښوونې وکړې او په وینا یې د جوماتونو د تنظیم په برخه کې یو لړ ستونزې او مشکلات هم موجود دي.

ښاغلي ثاقب وویل: متحدې (عربي) خطبې او د جمعې لارښود خطبې چې هره اونۍ د امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان له مخې چمتو کېږي باید په جوماتونو کې تطبیق شي او همدا راز د جوماتونو حفظ الصحه (پاکوالي) ته ځانګړې پاملرنه وشي، د جوماتونو له امامانو سره باید همغږي زیاته شي، د هغو درسي حلقاتو څخه څارنه وشي چې د جوماتونو د امامانو لخوا ترسره کېږي، د امامانو لپاره باید د وزارت لخوا نصاب جوړ شي، په جوماتونو کې د هېواد د ماشومانو لپاره د درسي حلقاتو تنظیمول، په پابندۍ سره د امامانو حاضري، امام باید د امامت دنده ولري او د نورو رسمي دندو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي او د مصارفو کنټرول او د جوماتونو د بریښنا د بیلونو تصفیه هغه مسایل وو چې په تفصیل سره پرې په یاده غونډه کې بحث وشو.

غونډه وروسته له هغه پای ته ورسېده چې د دغه وزارت د رهبرۍ شورا غړو د پورتنیو موضوعاتو په اړه نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د پورتنیو موضوعاتو د عملي کولو په موخه یې یوه پنځه کسیزه مشورتي او مسلکي کمېټه جوړه کړه او د شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب لخوا ورته لازمې سپارښتنې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS