د اهل سنت والجماعت علماوو له نظره د امام جعفر صادق رحمة الله علیه) د ملي سمپوزیم جوړېدو په مناسبت د مقاله لیکلو هرکلی

bakhshi_admin
فراخوان

درنو هېوادوالو!

ټاکل شوې ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي نړۍ د یو تن فقهې عالم د علمی مقام د احترام او درناوي په موخه یوه ملي سمپوزیم جوړ کړي.

په دې توګه د هېواد ټولو لیکوالانو، پوهانو او کلتوري شخصیتونو څخه هیله کېږي، چې د خپلو مقالو سرلیکونه د دوی د غوښتنې سره سم د لاندې محورونو څخه وټاکي او د هیواد په ملي ژبو (پښتو او دري) یې د 1400 کال د غبرګولي میاشتې تر 10مې نېټې پورې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي علومو تدقیق او مطالعاتو ریاست ته وسپاري.

د امام جعفر صادق رحمة الله سمپوزیم مقالې

لومړی محور- ژوند لیک:

زېږېدنه، ماشومتوب، کورنۍ، زده کړې، استادان، شاګردان، علمي کچه، د امام جعفر صادق رحمة الله د عصر علمي، سیاسي او ټولنیز وضیعت، د هغه فقهې رایه او نظریات، د نوموړي د شخصیت په اړه د علماوو نظریات.

دویم محور -

اهل بیت له دیني او سیاسي اړخه د اهل سنت والجماعت علماوو له نظره.

د امام جعفر صادق علمي، ټولنیز او سیاسي موقف، اهل بیت څوک دي؟ د اموی او عباسي خلافت سره د امام جعفر صادق چلند او موقف، د امام جعفر صادق سیاسي افکار او نظرونه، د امام صادق مذهب، د هغه د مذهب د پراختیا قلمرو، د هغه معاصر فقهې او مذهبونو پر خلاف د هغه نظریات، د اهل بیت او نورو د خلافت او نظام پر ضد د پاڅون په اړه د امام جعفر صادق دریځ.

درېیم محور - له نورو معاصرو اسلامي مذاهبو سره د امام جعفر صادق تاثیر او تأثر څیړل:

امام جعفر صادق او امام ابوحنیفه، امام جعفر صادق او امام مالک، امام جعفر صادق او د هغه وخت نور علماء،.

د مقالو معیارونه:

۱ـ مقاله باید د (3000) کلمو څخه کمه نه وي او د (5000) کلمو څخه زیاته نه وي.

۲ـ د لیکنې او د لیکلوالۍ اصول باید په پام کې نیول شوي وي.

۳ـ جملې باید اسانه، ساده او روانې وي.

۴ـ مآخذونه یې باید په معیاري ډول ولیکل شي.

۵ـ د مقالې د سافټ او هارډ کاپي د لیکوال د دقیقو ځانګړنو سره باید د 1400 کال د غبرګولي میاشتې تر 10 مې نېټې پورې د اسلامي علومو، تدقیق او مطالعاتو ریاست ته وسپارل شي.

پته: کابل، نوی ښار، د فیض محمد خان څلور لارې

ایمیل: IslamicResearch@mohia.gov.af

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۶
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ټولو مشروطو فضلاوو ته خبر ورکوي چې یاد ریاست په پام کې لري، د ۱۴۴۷ هـ. ق کال د کلنۍ ازموینې په چوکاټ کې له . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.
یاد . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۴۸
Background image

د راتلونکي کال د حج د فریضې لپاره د چمتووالي او ترتیباتو نیولو خبرتیا

محترمو هېوادوالو او د راتلونکي کال د حج فریضې درنو متقاضیانو!

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د سپارل شوې رسمي وثیقې او ټاکل شوي مهالویش له مخې . . .

Back to announcements