له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
آخرین پرواز

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته نن له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستي پروازونه د جدې ښار د ملک عبدالعزیز نړیوال هوايي ډګر څخه د کابل نړیوال هوایي ډګر او مولانا جلال الدین محمد بلخی هوایي ډګر پر لور ترسره شول.

په ۱۴۴۶ هـ ق کال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د (۹۷) پروازونو په ترڅ کې(۳۰) زره تنه افغان حاجیان حرمینو شریفینو ته را انتقال شوي ول، چې له دې جملې (۱۵۰۰۰)تنه یې په لومړیو پروازونو کې مدینې منورې ته ولېږدول شول او پاتې نور (۱۵۰۰۰) تنه يې د جدې هوایي ‌ډګر له لارې مکې مکرمې ته منتقل شول او د حج مناسکو له اداء کولو وروسته هغه حاجیان چې د جدې له لارې مکې مکرمې ته راغلي ول مدینې منورې ته ولېږدول شول او هغه حاجیان چې مدینې منورې ته راغلې ول، د مکې مکرمې له لارې هېواد ته ستانه شول.

د یادونې وړ ده چې له مکې مکرمې څخه هېواد ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شوو، خو له مدینې منورې څخه هېواد ته د حاجیانو ستنېدونکي پروازونه لا هم په عادي ډول دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS