د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ، تجوید او د سبعه قراءاتو سیالۍ د هېواد د ممتاز حافظ په معرفي کولو سره پای ته ورسېده.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۹:۲۸
مسابقه قرانکریم

۱جمادي الأولی ۱۴۴۵ هـ ق (۲۴، عقرب ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ او تجوید دولسمه دوره او د سبعه قراءاتو لومړی دوره سیالۍ ترسره شوې او د دغو سیالیو موخه د هېواد په کچه د ممتازو قاریانو انتخابول دي، چې تر څو په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.

څو ورځې وړاندې په ټولو ولایتونو او د کابل ښار په ناحیو کې د قرآن کریم د حفظ، تجوید او سبعه قراءاتو عمومي سیالۍ ترسره شوې، چې له هر ولایت څخه ممتاز قاريان مرکز کابل ته معرفي شول.

د دغو سیالیو د پای غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب، د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور، ددې وزارت مرکزي او ولایتي رئیسانو، د اسلامي امارت مسؤلینو، علماء کرامو او حافظانو ګډون درلود.

یاده غونډه د ممتاز حافظ له لوري د قرآن کريم د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو، ورپسی د قاریانو چارو رئیس مولوي عبدالغفار ثاقب لخوا غونډه په رسمي ډول پرانستل شوه. نوموړي د یادې سیالۍ په تړاو ګډونوالو ته مفصل معلومات ورکړل.

د غونډې په لړ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزرات د اسلامي عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور د خپلو خبرو ترڅنګ د قرآن کریم په فضیلت او اهمیت هر اړخېرې خبرې وکړې، نوموړي زیاته کړه چې د نبي کریم ﷺ له ټولو معجزو څخه لویه معجزه قرآن کریم ده.

ښاغلي منصور وویل: په نړۍ کې کوم علمونه دی هغه ټول په قرآن کریم کې شتون لری او موږ او تاسو باید کوښښ وکړو، چې په قرآن کریم باندې عمل وکړو.

د قرآن کریم د حفظ او تجوید دولسمې دورې او د سبعه قراءاتو لومړۍ دورې سیالیو د پای غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د خپلې وینا پر مهال زیاته کړه: زموږ نننۍ غونډه د هېواد په کچه د یادې سيالۍ د برياليتوب له امله ده، چې څه موده وړاندې په لاره اچول شوې وه، د هېواد د ټولو ولايتونو څخه په کې محترمو حافظانو برخه اخيستې وه او وروسته د دې سیالۍ ګټونکي وپیژندل شول او اوس دوی ستایل کېږي او وروسته به په نړیوالو سیالیو کې د ګډون له لارې افغانستان ته ویاړونه راوړي.

ښاغلی ثاقب ګډونوالو ته په خطاب کې ټینګار وکړ، چې محترم حافظان زمونږ د ملت ستره سرمایه ده باید په ټولنه کې یې درناوی وشي. او له حافظانو مو غوښتنه دا ده چې نه يوازې د قرآن کريم حفظ او تجويد وکړﺉ، بلکې د قرآن کريم مفاهيم، مسايل او احکام هم زده کړﺉ او د علم حاصلولو ته زياته پاملرنه وکړﺉ او ځانونه عالمان وګرځوﺉ.

نوموړي وویل: قرآن کریم هغه کتاب ده، چې د آسمان څخه کوم کتابونه راغلي دي په هغو کې ډېر لوړ مقام لري، قرآن عظیم الشان هغه کتاب ده چې په انسانانو او پېریانو کې دا توان او قدرت نشته چې په دې کې یو حرف کم او یا زیات کړي.

د غونډې په پای کې د ارشاد، حج او اوقاقو محترم وزیر له لوري ممتازو قاریانو ته ستاینلیکونه او نغدې جایزې ورکړل شوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

BACK TO NEWS