د قرآن کریم د حفظ ملي سیالۍ په اړه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

bakhshi_admin
اطلاعیه
په کابل او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د قرآن کریم درنو حافظانو ته خبر ورکول کېږي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د قرآن کریم سیالۍ په څلورو څانګو کې د روژې میاشتې له ۱۲ـ ۱۴ نېټې چې د غویي میاشتې له ۴ـ ۶ نېټې سره سمون خوري ترسره کېږي. شرایط ۱ـ له تجوید سره د بشپړ قرآن کریم حافظ او د یو جزء تفسیر سره یې هم زده وي، چې د ګډونوال عمر له ۳۵ کلونو ډېر نه وي. ۲ـ له تجوید سره د بشپړ قرآن کریم حافظ، چې د ګډونوال عمر له ۳۰ کلونو ډېر نه وي. ۳ـ له تجوید سره د 15 سیپارو حافظ، چې د ګډونوال عمر له ۲۵ کلونو ډېر نه وي. ۴ـ له تجوید سره د 10 سیپارو حافظ، چې د ګډونوال عمر له ۱۵ کلونو ډېر نه وي. په پورته شرایطو برابر نارینه او ښځینه هېوادوال کولای شي، چې د نوملیکنې لپاره د ۱۴۰۰ کال د غویي میاشتې له1 نېټې څخه تر 4مې نېټې پورې د اړوند ولایتونو د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته او په کابل کې د قاریانو چارو ریاست ته د سهار له 8بجو څخه د ماسپښین تر 1 بجې پورې له خپلې پېژندپاڼې سره مراجعه وکړي. د اړیکې شمېرې: 0764731420/0745688118

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

د قرآن کریم د حفظ او تجوید ملي سیالیو دیارلسم پړاو او د قرآن کریم حُسن قراءت سیالیو لومړی پړاو د هېواد د (۳۴) ولایتونو په ګډون، د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د ممتازو قاریانو د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۵۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د کابل عیدګاه جامع مسجد کې په جماعت سره د پنځه وخته لمونځونو د اداء کولو د پیل په تړاو

قال الله تعالی: ]إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د تېر کال حاجیانو ته د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ د بشپړېدو په درشل کې ده

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حاجیانو د حقوقو د خوندیتوب او هغوی ته . . .

Back to announcements